اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) اولس ??شر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي قام دې د شين او پاك پاكستان كمپائن كاميابۍ لپاره بشپړه مرسته وكړي ٬ د صفائۍ تعلق نېغ په ن??غه د صحت سره دے٬ د ونو نالولو او پاكوالي سره به مونږ او زمونږ ټولنه هم صحت م??ده شي٬ خزله ځائ ته رسولو لپاره دې كوټلې نظام خپل كړئ شي٬ د پلاسټك جوړ څيزونو څخه دې ډډه وكړئ شي۔ اولس ??شر دا خبره ” د كلين اېنډ ګرېن پاكستان كمپائن” پحقله وېډيو پېغام كښې كړې۔ اولس ??شر عارف علوي ووئيل د پاكوالي امر لوي څښتن كړے ۔ ده ووئيل حكومت دا خبره اولس ته د رسولو زمه واري اخستې چې اواس خبر كړي چې پاكستان كښې خيرنتيا زياتېږي ٬ ده ووئېل كه مونږ پاك اوسو نو د دې تعلق نېغ په ن??غه زمونږ د صحت سره دے۔ اولس ??شر دې امر پلو پام وګرځولو چې لوي څښتن په قرآن پاك كښې فرمائيلي كوم خلق چې لوي څښتن پلو رجوع كوي او پاك اوسي الله پاك ھغوي سره مينه لري۔ ده ووئيل صفائي نيم ايمان دے۔ اولس ??شر د صفائۍ درې اړخونه رامخئ ته كولو سره ووئيل يو روحاني پاكو??لې دے ٬ دوېم د وجود پاكو??لې او درېم ټولنيزه صفائي ده۔ ده ووئيل د مذهب په اعتبار سره هم او د انساني فطرت او صحت په اعتبار سره هم دا هر څه ډېر ضروري دي۔ ده ووئيل عربستان چرته چې د اوبو كمې وي هلته هم په ورځ كښې 5 ځله اودس چاراندام ٬ لاس وېنځلو او د خپل ځان پاك ساتلو تلقين شوې ځكه چې د دې ن??غه په ن??غه تعلق د صحت سره دے ۔ اولس ??شر ووئيل كله چې به زمونږ خوږ نبيۖ ډوډۍ خوړله نو د د ډوډۍ نه وړاندې او د خوراك نه پس به ئې لاس ونېځل او د اوسني دور ميډيكل سائنس هم دا وائي چې په ورځ كښې لږ نه لږ پنځه ځله لاس ووېنځې٬ ځكه چې دې سره د زياتو رنځونو څخه بچ كېدې شوو۔ ده ووئيل خپلو كوڅو او بازارونو كښې خزله غورځولو او په بېلا بېلو طريقو ګېر چاپېر خپرېدو سره معاشرتي خيرنتيا لا زياته شوې او په دې لړ كښې بايد احتياط وكړې شي او ماشومانو ته هم تلقين كول پكار دې۔ اولس ??شر ووئيل بايد د پلاسټك څخه جوړو څيزونو كارولو څخه هم ډډه وكړې شي