اسلام آباد 10 ستمبر (اے پي پي) د پاکستان تحریك انصاف حکومت د اړخه د 50 لکھ كورون?? جوړولو 5 كلنې منصوبې له عملی شكل وركولو په لړ كښې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د اعلی پاې غونډه كښې پريكړه شوې چې وزیراعظم به پخپله د دې مهم پروګرام اونر شپ اخلي دغسې وزیراعظم اړوند كمېټۍ ته په دوه اونيو كښې د حتمی س??ار??ات وړاندې كولو سپارښتنه كړې دغسې چې د پروګرام زر تر زره اعلان وكړې شي۔ د ګل په ورځ په غونډه كښې وزیراعظم ته د هاؤسنګ سيكتر د اړخه د ھاؤسنګ کمېټۍ لخوا تر اوسه په شوې پیش رفت تفصیلی بریفننګ وركړې شو۔ د هاؤسنګ سیکتر وزیراعظم هېواد كښې د كورونو د اوسني صورتحال او ??لن طلب څخه خبر كړو۔ د 50 لکھ كورون?? جوړولو په اړه مطلوبه زمكې ، تعمیراتو لپاره مطلوبه وسائلو وركولو په اړه بيل آپشنز او ??روګرام له عملی شكل وركولو لپاره پرائیویټ سیکټر او غیر ملکی سرمایه کارو له مطلوبه اسانيو وركولو له په انتظامی كچه او اړوند قوانین كښې د بدلون په حقله هم تفصیلی بریفننګ وركړے شو۔ په دې مهال وزیراعظم ووئيل 50 لکھ كورونه جوړول د پی ټی آئی حکومت د ایجنډې مهمه برخه ده۔ حکومت بې كوره كسانو له د كورونو وركولو لوظ ترسره كولو له لوظي دے۔ ده ووئيل 50 لکھ كورونه جوړولو سره نه يوازې په هېواد كښې د بې كوره كسانو د استوګنې مسئله حل شي بلکه دې سره به ګڼو كسانو ته د روزګار موقع هم په لاس ورشي۔ ده ووئيل ټول هېواد كښې د سركاري زمكې نه علاوه يوازې د پنجاب او خېبر پښتونخوا ګېسټ هاوسز او ??ور سرکاری ودانيو او املاك د اربونو روپو زمكې كارولو سره د هاؤسنګ پروګرام لپاره زيات مالی وسائل جمع كيدې شي۔