اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازې ډاكټر مليحه لودهي وئېلي دي نړيوال امن لپاره دې د مق??وضه كشمير او فلسطين شخړه هواره كړی شي۔د عمومي اسمبلۍ د 73مې غونډې نه وړاندې په نړۍ كښې د خوشحالۍ او استحكام خطرو او چېلنجونو د صورتحال په موضوع پاكستانې استازې ووئيل بايد مونږ د اوږدې مودې نه حل غوښتنونكې او پیچلې شخړې يوازې په دې نظرانداز نه كړو چې د دې حل په ظاهره مشكل ښكاري٬پاكستانې استازې ووئيل د غېر ملكي قبضې ??و د بنيادي حقونو پشمول د خپلواكۍ د حق نه انكار د مق??وضه سيمو اوسېدونكو كسانو لپاره د ناانصافۍ احساس پېدا كوي٬د مق??وضه كشمير او فلسطين صورتحال د دې ځانګړی مثالونه دي٬دې ووئېل په فلسطين كښې د دوه رياستي حل امكانات د ټولو په وړاندې پھ منظم ډول ختمولې شي ??و د فلسطيني اولس په تشخص او بنيادونو د بريد هڅې كېږي۔پاكستانې استازې ووئيل د ملګرو ملتونو امن پوځ لپاره ??ر ټولو زيات افرادي قوت پاكستان وركړې ??و د امن په راوستلو كښې يې 150 اهلكارو ځانونه قربان كړي دي