اسلام آباد ۔ 4 ستمبر (اے پی پی) د خارجه چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي پاكستان تحريك ??نصاف او ملګرو ګوندونو ډاكټر عارف علوي صدارتي كانديد ټاكلې۔ عارف علوي ته د وفاق ضروريات معلوم دي او هغه د تحريك ??نصاف سياسي ايجنډې نه خبر دے۔ د مخال??ې ډلې اتحاد غېر فطري دے۔ دوئي وقتي ګټې له يو ځائې شوي ۔ د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل جمهو??ي سفر روان دے او پارلمان خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ وفاقي وزير ووئيل جمهوري روايت په ځائې ساتلو سره به د اپوزيشن احترام كوو۔ ده ووئيل په يو څو ورځو كښې د كابي??ې يو شمېر غونډې شوې۔ د 100 ورځو پروګرام ته به عملي شكل وركول وي۔ ده ووئيل د اولس هيلې به ترسره كوؤ