لندن 04 جولائي (اے پي پي)پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د ايون ??يل?? ريفرنس پريكړه دې څو ورځې محفوظ وساتلې شي٬زه په عدالت كښې دا پريكړه اورېدل غواړم٬زما كور ودانې د 21 ورځو څخه په وينټي ليټر وه٬ نن د هغې آپرېشن شوې او هيله لرم چې هغه به په هوش كښې راشي٬زه اولسي نمائنده يم٬د بزدلۍ څرګندونه نه كوم٬پريكړه زما په ضد يا كه په حق كښې راغله خو پاكستان ته به ضرور ځم٬زه په يو مشن يم او د مشن بشپړېدو ل??اره هر ډول قربانۍ وركولو ل?? چمتو يم٬ تر ټولو ل??يه پريكړه د قام ده او د قام پريكړه د هېواد تقدير بدلوي٬د پريكړې غږ د اوس نه تر غوږه كېږي كېږي۔د شورو په ورځ په لندن كښې مېډيا سره په خبرو كښې پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف ووئېل زما كور ودانې د 21 ورځو څخه په وينټي ليټر وه٬ نن د هغې آپرېشن شوې او هيله لرم چې هغه به په هوش كښې راشي۔هغه ووئيل د 21 كروړه اولس نمائنده يم كوم آمر نه يم چې اوبه تښتم٬زه هر ډول حالاتو سره مخ كېدو ل??اره چمتو يم۔ ده ووئيل د احتساب عدالت دې ايون ??يل?? ريفرنس كښې پريكړه څو ورځې محفوظ وساتي٬زه پاكستان كښې په عدالت كښې دا پريكړه اورېدل غواړم۔هغه ووئيل كه پريكړه زما په ضد يا په حق كښې راغله خو پاكستان ته به ضرور ځم۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل زه په يو مشن يم او د مشن بشپړېدو ل??اره هر ډول قربانۍ وركولو ل?? چمتو يم۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې نواز شريف ووئيل د كوم هم مشن بشپړېدو ل??اره كه هر څنګه ستونزې رامخې ته شوې نو مونږ يرېدونكې نه يو۔ده ووئيل دا مهال هغه خبره كوم كومه چې د پاكستان دننه حقائق لري۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پاكستان زما هېواد دے او زه په خپل هېواد سر شيندلې شم۔زه غواړم چې پاكستان هر ډول ستونزو څخه آزاد وي۔۔)