اسلام آب??د 06 مئي (اے پي پي) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي چې پاكس??ان د ټولو مسئلو په سوله ايز حل باور لري٬ په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د تاجكس??ان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده دا خبرې د تاجكس??ان په پايه تخت دوشنبې كښې د تاجكس??ان د دفاع وزير جنرال شېر علي ميرزو سره د ملاقات په مهال په خپلو خبرو كښې وكړې۔ دا ملاقات د ترهګري د مخ نيوي په اړه د نړيوال كنفرنس په موقع شوے۔ د دفاع وزير ووئيل چې په داسې حال كښې د افغانس??ان په ګاونډ كښې دي٬ پاكس??ان او تاجكس??ان د سلامتيا چېلنجونو او خطرو سره مخ دي۔ وفاقي و??ير ووئيل چې پاكس??ان د ټولو مسئلو په سوله ايز حل باور لري٬ په منطقه كښې د امن او استحكام ودې لپاره د تاجكس??ان هڅو ته د قدر په سترګه ګورو۔ ده ووئيل چې د چين پاكس??ان اقتصادي لار به د ګوادر څخه تر كاشغر او په تاجكس??ان كښې تر مورياب د روابطو زياتولو نوې او ځانګړې موقعې پېدا كړي۔ خرم دستګير ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي مرستې لپاره موقعې لټول كېدے شي ځكه چې د پاكس??ان په دفاعي صنعتونو او د معياري مصنوعاتو په پېداوار كښې بهتري او جدت راغلې۔ وفاقي و??ير د خفيه اطلاعاتو په بنياد د مرستې او د ترهګرې په ضد جنګ كښې د پوځي مرستې د تبادلو وړاندېز وكړو۔ وفاقي و??ير په دې كنفرنس كښې د پاكس??ان نمائندګي وكړه كوم چې د مئي په 3مه او 4مه نېټه په دوشنبې كښې وشو۔ د دې كنفرنس اهتمام تاجكس??ان د ملګرو ملتونو په مرسته كړے و۔ د دوشنبې كنفرنس په موقع وفاقي و??ير خرم دستګير سره د ترهګرې مخ نيوي په اړه د ملګرو ملتونو چارواكي جنرال ولا??ي مير ورنكوف هم ملاقات وكړو۔