اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د پوليو مخ نيوي په اړه د وزيراعظم وياندې سناتورې عائشه رضا فاروق وئيلي دي چې په ??ول هېواد كښې به ﴿نن﴾ د ګل په ??رځ د پوليو په ضد كمپائن پېل كېږي٬ كمپائن لپاره د جوړ كړې شوي نېشنل اېمرجنسي اپرېشنز سنټر له مخې به تر پنځو كلونو د عمر 2 كروړه 38 لكه ماشومانو ته د پوليو څخه د حف??ظت څاڅكي وركولې شي٬ د پوليو مخ نيوي د دې ك??پائن كاميابې لپاره مربوطه حكمت عملي تياره كړې شوې٬ چې دغسې دا وائرس د پاكستان څخه تل لپاره ختم كړے شي۔ سناتورې عائشه رضا فاروق وئيلي دي چې په دې ك??پائن كښې به د پوليو يو لك 61 زره كار كوونكي برخه اخلي او په راتلونكو پنځو ورځو كښې به كور په ??ور ماشومانو ته د پوليو څخه د حف??ظت واكسين وركوي۔ هغې ووئيل چې د دې ك??پائن كاميابي انتظاميې او د پوليو كار كوونكو سره سره مور او پلار او د ماشومانو په ??النه مامور كسانو سره ده۔ هغې ووئيل چې د پاكستاني حكومت تر انتظام لاندې ډرګ ر??ګولېټري اتهارټو هم د دې واكسينو منظوري وركړې۔ دا واكسين ډېر په احتياط سره د روغتيا او د داروګانو جوړولو نړيوال معيارات په ??ظر كښې ساتلو سره تيارولې شي۔ هغې ووئيل چې د كال 2014م نه تر اوسه په ??اكستان كښې د پوليو كېسونو په شمېره كښې 97 فيصده كمې راغلې۔ د كال 2014م په ??اې كښې د پوليو كېسونو شمېره 306 ريكارډ كړې شوې ك??مه چې تېر كال په 2017م كښې يوازې 8 وه او سږ كال تر اوسه يوازې يو كېس رپورټ شوے۔ هغې خواست وكړو چې د روغتيا محافظانو سره دې بشپړه مرسته وكړې شي۔