??سل??م آباد 09 اپریل (??ے پی پی) د كورنيو چارو٬منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي سي پېك د پاكستان او چين دوستي نوې لوړې كچې ته رسولې ده ٬د سي پېك د 9 صنعتي زونز په نتيجه كښې به هېواد كښې د روزګار نوې موقعې راپیدا شي٬٬ټول ګوندونه او صوبائي حكومتونه د سي پېك بشپړه ملاتړ كوي۔ده دا خبرې باؤ فورم ته د وېنا كولو په مهال و??ړې۔وفاقي وزير ووئيل د انفراسټركچر پروژو سر?? د اولس د ګټې پروژې هم پیل كړی شوې ۔ده ووئيل د پاكستان وژن 2025 يوازې د سر??ايه كارۍ زياتولو نوم نه دے بلكې د دغې هدف غربت ختمول دي۔احسن اقبال و??ئيل د سي پېك پروژو په نتيجه كښې د توان په بحران قابو موندلو له مرسته تر لاسه شوې۔د برېښنا وركړې سر?? صنعتي پېداوار زيات شوې او روزګار پېدا كېږي٬ احسن اقبال و??ئېل د سي پېك د لارې به د پاكستان پاتې سيمې پرمختګ وكړي۔ده ووئيل ګوادر بندر به د آسيا د وړومبي صف بندرځاې شي۔په ګوادر كښې بنيادي انفراسټركچرجوړېږي۔د سي پېك پروژې د فيزبېلټي سټډيز په بنياد منظورولې شي۔ده ووئيل پاكستان د مينځنۍ آسيا٬چين او د سوئېلي آسيا د تړلو كورېډور دے