اسلام آباد 05 اپریل(اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي هېواد ??ښې د ټېكس نظام آسانولو٬د ټېكس غلا مخ نيوي او د ټېكس دائره پراخا كولو له د اقتصادي اصلاحات پیكج ترمخه 5 نكاتي ټېكس ايمنسټي سكيم اعلان كولو سره وئېلي ديد قامي شناختي كارډ نمبر به د انكم ټېكس لمبر وي٬ 12 لكه د كال آمدن لرونكي وګړي به د انكم ټېكس نه استثنٰی لري٬د 24 نه تر 48 د كال آمدن لرونكې به 10 فيصده٬د 48 فيصده نه زيات آمدن لرونكي به 15 فيصده ټېكس وركوي٬ د بهر هېواد څخه پېسې په قانوني توګه راوړونكې به يوازې 2 فيصده جرمانه وركوي٬پھ صوبائي كچ به هم ټېكس تر يو فيصد راوستلې شي٬ د لږ ماليت جائيداد به حكومت په 100 فيصده ګټه د اخستو حقدار وي٬د ايمنسټي سكيم په حقله به آرډيننس جاري كولې شي كوم به چې وروستو قانوني شكل خپلوي٬ايمنسټي سكيم به تر 30م جون 2018 دوام لري٬د ايمنسټي سكيم اطلاق به پھ سياسي خلكو د هغوي د كفالت لاندې خلكو او په دولتي ملازمانو نه كېږي۔وزيراعظم ووئيل ټېكس ايمنسټي سكيم د وخت ضرورت وو٬په دې مونږ د تېرو شپږو مياشتو نه د اړوندو سره مشاورت روان ساتلې٬د دې بنيادي مقصد يو داسې پیكج جوړول وو چې ورسره د ټېكس دائره كار پراخا شي او اولس له آسانۍ وركړې شي٬ټېكس وركول د هر وګړي بنيادي فرض دي٬ده ووئيل دا وخت دا كيفيت دې چې د هېواد په 207 ملين خلكو ??ښې يوازې 12 لكه كسان د انكم ټېكس ګشوارۍ جمع كوي چې پ??ښې پنځه لكه د زيرو ريټرن وي۔د دې مطلب دا دې چې يوازې 7 لكه كسان انكم ټېكس جمع كوي چې پ??ښې تر ټولو زياته شمېره د ملازمانو ده۔ده ووئيل دا يو غېر ناوړه صورتحال وو پھ كوم چې حكومت سوچ كولو چې په دې څانګه ??ښې انقلابي اصلاحات ضروري دي۔پھ نړۍ ??ښې چې د كومو خلكو آمدن زيات وي هغه زيات ټېكس وركوي او چې د كومو آمدن لږ وي د هغوي د ټېكس شرح لږه وي۔وزيراعظم د 5 نكاتي ايمنسټي سكيم اعلان كولو سره ووئيل نوې نظام به پنځه بنيادي سببونه لري٬په دې ??ښې به ټېكنالوجي كارولې شي٬اول به ټېكس نه وركونكو ته نوټسې لېږلې شوې چې پ??ښې د بدعنوانۍ احتمال وو اوس د نوې ټېكنالوجۍ ترمخه نوې نظام جوړولې شي۔وزيراعظم ووئيل اوس به قامي شناختي كارډ نمبر د ټېكس نمبر وي٬په هېواد ??ښې 120 ملين خلك شناختي كارډونه لري٬هغوي به يو فارم ډكوي او د ټېكنالوجۍ د لارې به د هغوي د آمدن د ذريعې معلومولې شي۔وزيراعظم ووئيل د ايمنسټي سكيم دوهمه برخه د انكم ټېكس شرح قابل برداشت جوړول دي د دې ترمخه 12 لكه روپۍ د كال آمدن لرونكي وګړي به د انكم ټېكس نه استثنٰی لري٬د 12 لكه نه تر 24 لكو آمدن لرونكي وګړي به 5 فيصده او د 24 نه تر 48 آمدن لرونكي به لس فيصده او د 48 نه زيات آمدن لرونكي 15 فيصده ټېكس وركوي۔وزيراعظم د هېواد دننه او بهر د بانك اكاؤنټ او اثاثې لرونكو پاكستاني وګړو له ايمنسټي سكيم اعلان كړی۔ده ووئيل د پاكستان دننه نه ښودونكو اثاثو باندې به په ظاهرولو 5 فيصده جرمانه وي او دا به د يو ځل لپاره وي د دغې نه پس به هغه وګړې ټېكس وركونكې ګڼلې شي۔ د پاكستان نه بهر اثاثې په باقاعده چينل هېواد ته په راوړولو به 2 فيصده جرمانه وي۔د هېواد نه بهر د ډالر اكاؤنټ لرونكې پاكستاني به هلته پېسې اېښودلې شي دلته په څرګندولو به 5 فيصده ټېكس وركوي۔وزيراعظم ووئيل پخوا به داسې سكيمونه يوازې د ريونيو جمع كولو لپاره معرفي كېدل خو دا ځل د دې سكيم مقصد د ټېكس دائره پراخا كول دي۔ده ووئيل هېواد ??ښې چې كومه طريقه رائج ده د هغې ترمخه د جائيداد په كاغذونو ??ښې لږ نرح ښودلې شي او په حقيقت ??ښې جائيداد د ډېرو روپو وي٬د يو كروړ پراپرټي په كاغذونو ??ښې د پڼځو لكو روپو ښودلې شي٬د دې صورتحال مخ نيوي له نوې نظام ??ښې په جائيداد څرګندولو به يو فيصد ټېكس وركول وي او د خپل جائيداد بيعه به لږه ښودونكو په ضد به كاروائي كولې شي۔پھ دې لړ ??ښې لږ ماليت ښودونكو كسانو جائيداد به د ښودلي نرخ نه يو په دوه بيعه حكومت اخستې شي۔وزيراعظم ووئيل خلك دوه دوه عمرې كوي او د دوي د برېښنا بل په لاكهونو وي خو انكم ټېكس ريټرن نه جمع كوي٬د نوي نظام ترمخه د مالي كال پھ اختتام به داسې خلكو ته نوتس جاري كولې شي چې د خپل آمدن او اثاثو ترمخه ټېكس جمع كوی۔ وزيراعظم ووئيل چې كوم خلك په ايمنسټي ټېكس سكيم ??ښې شي هغوي له به د آرډيننس قانوني شكل د لارې وركولې شي او كوم خلك چې سركاري عهديدار دي پھ هغوي به د دې اطلاق نه وي٬ دا سكيم به تر 30م جون دوام لري۔د آف شور كمپنو په حقله وزيراعظم ووئيل چې آف شور كمپنۍ هم اثاثه ده او آف شور كمپنۍ لرل جرم نه دې او كه څوك دا اثاثې لري نو دا موقع ده چې دا دې كليئر كړي او د دې سكيم نه فائده پورته كړي۔وزيراعظم ووئيل زمونږ حكومت د اولس ټاكلې حكومت دې او مونږ د قانون سازۍ حق لري او تر آخري دقيقې به كار كوو۔د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل مونږ د انتظامې اتهارټي په حقله خپل حق كارولې٬د حكومت موده مو پنځه كاله كړی او زمونږ خيال دې چې د دې سكيم به ټول سټېك هولډرز مرسته وكړي او كه په عدالت ??ښې دا سكيم چېلنج هم شي نو عدالت به پريكړه كوي خو زمونږ بنيادي مقصد د پاكستان ښه والې دې دغسې چې وګړي د ذمه وارۍ ثبوت وركولو سره د هېواد پرمختګ او خوشحالۍ خپل كردار ترسره كړي۔د چيف جسټس سره د ملاقات په حقله د پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ د هېواد معاملاتو خبرو اترو له د چيف جسټس نه وخت غوښتې و او د هېواد په چارو مو خبرې كړې دي۔په دې ملاقات ??ښې كومه ذاتي خبره نه ده شوې٬د سېنېټ ټاكنو او د سېنېټ چيئرمېن په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل ما ډېره نيغه خبره كړی چې كوم خلك د ووټونو اخستلو د لار?? سېنېټ ته راغلي آيا د دې سره د پارلمان او جمهوريت مقام زيات شوې؟ كوم خلك چې ټاكل شوي وو هغه دې حلفي بيان وركړي چې مونږ ووټونه نه دي اخستې او پېسه مو نه ده لګولې٬ما د سېنېټ او د سېنېټ چيئرمېن ټاكنو ??ښې د خريد او فروحت معامله د اولس عدالت ته وړاندې كړی۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل د سېنېټ چيئرمېن زما د بلولو اختيار نه لري كوم خلك چې د ووټونو د خرڅ او اغستو دفاع كوي هغوي له سپيناوې پكار دې٬عمران خان دې اووائي چې د هغه 14 اېم پي اے ګان خرڅ شوي دي يا نه٬ كه زما په بيان د چا استحقاق مجروح شوې وي نو زه يې پروه نه لرم۔د لوډشېډنګ پھ حقله د پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل هېواد ??ښې لوډشېډنګ نشته٬خو چرته چې تكنيكي مسئله وي يا فيډرې په زيان وي هلته لوډشېډنګ كېږي