اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقا?? عباسي به د ??رك??انستان او افغانستان د اولس مشرانو په بلنه د فرورۍ په 22مه او 23مه نېټه د ??رك??انستان او د افغانستان سركاري دوره كوي۔ وزيراعظم به د دورې په مهال د تاپي ګاز پائپ لائن پروژې د برېښنا ټرانسمېشن لائنونو او د فائبر آپټكس د بنياد تېګې اېښودو دستورو كښې ګډون كوي۔وزيراعظم سره به د توان دوهم وزير جام كمال خان هم وي۔د خارجه دفتر لخوا د شورو په ورځ په جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي د بنياد اېښودو په دستورو كښې به وزيراعظم شاهد خاقا?? عباسي٬د ??رك??انستان اولس مشر قربان علي ملكګولوچ بردي محمدوف٬د افغانستان اولس مشر اشرف غني او د هند د خارجه چارو دوهم وزير اېم جے اكبر په شريكه ګډون كوي۔د دستورې وړومبې پړاؤ ??ه په سرهتابت??تر??مانستان كښې كېږي۔وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د ??رك??انستان اولس مشر سره ملاقات كوي۔هغه به د پاكستان پشمول د څلورو واړو هېوادونو د كلتور د مظاهرې او فن پارو د آرټس او كلتور په نندارتون كښې ګډون هم كوي۔د دې نه پس به بله دستوره كېږي چرته به چې وزيراعظم د نورو غړو هېوادونو مشرانو سره يوځاې بيان وركوي۔د دې نه پس به وزيراعظم شاهد خاقا?? عباسي د بنياد تېګه اېښودو دستورې په افغان پړاؤ كښې ګډون لپاره هم په دې ورځ هرات٬افغانستان ته ځي٬هغه به افغان اولس مشر سره هم ملاقات كوي