اسلام آباد ۔ 03 فروری (اے پی پی) د تعليم او پېشه ورې تربيې دوهم وزير بليغ الرحمن وئيلي دي د جمهوري نظام ډي رېل كولو ھڅې كوؤنكي عناصر مايوسه شوي ولې چې د سېنېټ ټاكنې په خپل وخت كېدونكي دي او دا د جمهوريت فتح ده۔ رېډیو پاکستان سره خبرو كښې ده هي??ه څرګنده كړه چې د مسلم لیګ (ن) حکومت به ټولې پرمختيائي منصوبې په وخت ترسره كړي او دا به راتلونكي حكومت له يو مثال وي۔ د?? ووئيل د مسلم لیګ (ن) حکومت چې كله د اقتدار خپل دور ترسره كړي نو پاكستان به يو مستحكم ٬ محفوظ او په اقتصادي توګه يو غوره هېواد وي۔ د?? ووئيل حكومت د هېواد په ضد ځائي او نړيوال سازشونه كاميابۍ سره ناكامه كړي دي او د اولس مسترد كړي عناصر خپلو ناكامه عزائمو له سازشونو كښې بوخت دي دغسې چې هېواد په سياسي او اقتصادي توګه كمزورې كړې شي۔ د?? ووئيل د لوئے څښتن په فضل هېواد كښې جمهوري عمل ور?? په ور?? مستحكم كېږي۔