كراچۍ 21 جنوري (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي ګران هېواد ته د پیښو كورني?? او بهرنيو چېلجونو مخ نيوي له ?? پاكستان د تحريك جذبه او ولوله خپلولو ته اړتيا ده٬قام دې د ايمان٬اتحاد او نظم زرين اصول خپ?? كړي۔اولس مشر دا خبرې د قائداعظم د مزار تګ په مهال د قائداعظم د مزار د منيجمنټ بورډ د غونډې ته د مشرۍ په مهال وكړې۔په دې مهال د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن صلاحكار عرفان صديقي د كراچۍ ميئر وسيم اختر او د بورډ غړي هم موجود وو۔د غونډې نه وړاندې اولس مشر د قائد په م??ار ګلونه واچول او فاتحه يې وكړه۔اولس مشر ووئيل قائداعظم د غوره شخصيت مالك وو چا چې په خپله كلكه اراده او عزم ?? پاكستان جوړولو په صورت د تاريخ عظيمه كارنامه ترسره كړې۔ده ووئيل د قائداعظم نوادراتو ته په كتلو د هغه په شخصيت په آسانۍ سړې پوهېدې شي۔ده ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې د وزيراعظم صلاحكار عرفان صديقي په م??رۍ كښې د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن د قائد د مزار او نوادراتو غوره څارنه كوي۔ده ووئيل حكومت به د قائداعظم افكارو رامخې ته كولو له ټولې آسانۍ كاروي او په دې لړ كښې به خرڅونو ته نه شي كتلې۔ده د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن د سيوري لاندې د قائد په م??ار د پرمختيائي كارونو پشمول د نورو پروژو ستائنه وكړه۔ده ووئيل د دې كارونو ترسره كېدو سره به د هېواد نظرياتي تشخص رامخې ته شي۔اولس مشر د قائد په م??ار د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات وليكل۔ده ووئيل قائداعظم د خپل ولوله انګيزه قيادت څخه قام له د خپل وجود احساس او اتحاد وركړ?? او د دغې نه يې بيا د تاريخ يقين نه لرون??ې كار واخست۔اولس مشر ووئيل ګران هېواد چې نن د كومو چېلنجونو سره م?? دې د دې مخ نيوي له د هغې جذبې څخه كار كولو ته اړتيا ده٬ ده ووئېل كه اتحاد٬ايمان او د نظم زرين اصول خپ?? كړي شي نو نن هم منزل آسان كېدې شي۔د وزيراعظم صلاحكار عرفان صديقي پھ دې مهال اولس مشر ته د قائد په م??ار د روانو پرمختيائي منصوبو په اړه ووئيل۔ده ووئيل د سېلګرو د قام د بابا افكارو نه خبرولو لپاره به د هغوي د شخصيت سره وابسته سووينئر د قائد پھ مزار اېښودلې شي او د قائداعظم اكېډمي به د مزار حدود ته منتقل كولې شي۔ده ووئيل د اولس مشر د قائداعظم محمد علي جناح او ?? پاكستان تحريك ټولو مشرانو سره د زړه او روښاني رشته لري ځكه هغه د قامي شناخت په لړ كښې د كونكو هلو ځلو ډاډګيرنه كوي۔ده ووئيل د قائد د مزار سره پيوست به پاكستان پارك جوړولې شي چې پكښې به ?? پاكستان د ټولو سيمو د څرګندو مقاماتو منومينټ لګولې شي