اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان و??يلي دي حکومت د جرمونو مخنيوي لپاره به يونيورسل پاکستان اېمرجنسي هېلپ لائن شروع كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې داخله٬ انفارمېشن ټېكنانوجي او د ټېلي كمېونيكېشن و??ارتونو د اړوندو چارواكو غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ د غونډې په مهال د يونيورسل پاکستان اېمرجنسي هېلپ لائن (911) جوړولو په اړه وزيراعظم خبر كړے شو۔ په غونډه كښې داخله وزير شېخ رشيد احمد، د وزيراعظم د سياسي چارو صلاحكار ډاکټر شهباز ګل، داخله سېكرټري ، د پاکستان ټېلي کميونيکېشن اتھارټي چيئرمېن ،د نادرا چيئرمېن، د اسلام آباد چيف کمشنر ، د نېشنل ټېلي کميونيکېشن کارپورېشن ډي جي،د نېشنل انفارميشن ټيکنالوجۍ بورډ ډي جي او نورو اړوندو چارواكو په غونډه كښې ګډون ك??لو۔ وزيراعظم ته ووئيل شول د بېن الصوبائي رابطو پشمول ټول ضروري كار ترسره شوے او د اكتوبر كال 2021 په وړومبنۍ اونۍ كښې به هېلپ لائن باقاعده اجراﺀ لپاره تيار وي۔ وزيراعظم اړوندو چارواكو ته امر وكړو چې ھغوي په هېواد كښې په جرائمو قابو موندلو لپاره زر تر زر سروس پېل كولو لپاره ټول خنډان لرې كړي۔وزيراعظم په دې خبر روز رواړو چې د اولس د ځان او مال تحفظ ته حكومت پام لرنه كوي۔ وزيراعظم دا هيله څرګنده كړه چې دې هېلپ لائن اجراء كېدو سره به هېواد كښې امن او سلامتيا باوري كولو له ??رس??ه ترلاسه شي ځكه چې د جرمونو په ضد په وخت كاروائي به عملي كړے شي