اسلام آباد 20 اګست (اے پی پی) د پاك پوځ بهادر، اعلٰی ترين پوځي اعزاز نشان حېدر ترلاسه كوونكي كم عمر پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد ته د هغه د شهادت په 50مه ورځ د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو لپاره د پاك فضائيه د اولسي اړيكو څانګې يو مختصر دستاوېزي فلم جاري كړے دے. پائلټ آفيسر راشد منهاس شهيد په كال 1951م كښې د فرورې په 17مه نېټه زېږېدلے و. د ??ېواد د فضائي پولو د ساتنې جذبې سره راشد منهاس په كال 1971م كښې د مارچ په 14مه نېټه په 51م جي ډي پي كورس كښې كميشن ترلاسه كړو. د ??ال 1971م د اګست په 20مه نېټه راشد منهاس د قر??انې يو نه هېرونكے داستان رقم كړو. په دې ورځ راشد د خپل انسټركټر پائلټ فلائيټ لېفټېننټ مطيع الرحمان ناپاك عزائم خاورو سره خاورې كړل كوم چې د هغه T-33 تربيتي الوتكه هائي جېك كولو سره هند ته د بوتللو هڅه كړې وه. راشد د الوتكې كنټرول بېرته ترلاسه كولو بشپړه هڅې وكړې او د دې څخه وړاندې چې الوتكه د پولې نه تېره شي ، رانسكورولو ته ئې ترجيح وركړه او خپل ځان ??ې په وطن قر??ان كړو.راشد منهاس ته د دې لوئې قر??انې او نه هېرېدونكي شجاعت په اعتراف كښې د پاكستان حكومت تر ټولو لوي اعزاز نشان حېدر وركړو. راشد منهاس شهيد زمونږ راتلونكو نسلونو لپاره د لارې مشال دے، هغه به د شجاعت او قر??انې د علامت په توګه تل ياد ساتلے شي