سلام آباد 11 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان به د افغان امن عمل او مسئلې سياسي حل لپاره هڅو كښې مرسته روانه ساتي،هيله لرو چې افغان لارښود به د افغان مسئلې كوټلي سياسي حل لپاره د نړيوالي همغږۍ اهميت اومني، د جمو او كشمير پشمول په ټولو چارو د ترکيې قوي او په پرله پسي ملاتړ مننه كوو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري بيان له مخي د د?? خيالاتو څرګندونه ده د ترکيې د دفاع وزير حلوسي آ کار سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د شورو په ورځ ده سره ملاقات کولو۔ د ملاقات په مهال وزيراعظم عمران د پ??کستان او ترکيې ترمينځه د باور او شريكې مرستې په بنياد تاريخٰي اړيكي رامخي ته كړي۔ وزيراعظم د ترکيې صدر رجب طيب اردوان او ترکيې اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم په تركيه كښې په ځنګلو كښې د اور لګيدلو له امله په شوي زيان د خواخوږۍ څرګندونه وكړه او د پ??کستان د اړخه د يووالي او د د?? آفت مخنيوي لپاره ئې د هر ممكنه مرستي پخلے وكړو۔ وزيراعظم د دوه اړخيزه دفاعي مرستي په موجوده كچه د اطمينان څرګندونه وكړه او په ټولو چارو او په خاص توګه د جمو او کشمير په شخړه ئې د پ??کستان د بشپړه مرستي په كولو د ترکيې مننه وكړه۔ د سيمه ايزو چارو په اړه وزيراعظم افغان امن عمل په اړه د پ??کستان نقطه نظر څخه هم هغه خبر كړو۔ وزيراعظم ووئيل د خبرو اترو د لاري سياسي حل د مخ په وړاندې تللو يواځنۍ لار ده۔ وزيراعظم هيله څرګنده كړه چې افغان لارښود به په دې لړ كښې پيشرفت او سياسي حل لپاره د نړيوالي همغږۍ اهميت اومني۔ وزيراعظم ووئيل پاکستان افغان امن عمل او سياسي حل لپاره د مرستي كولو په هڅو كښې ملاتړ كوي۔ د ترکيې دفاع وزير د صدر اردوان د اړخه وزيراعظم ته د نيكو هيلو پيغام ورورسولو او د جمو او کشمير پشمول په ټولو مسئلو ئې د ترکيې د اړخه د پ??کستان د مرستې پخلے وكړو۔ده وزيراعظم سره په ملاقات كښې د دفاع پشمول د شريكو ګټو په ټولو څانګو كښې د مرستي زياتولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده په افغانستان كښې د سياسي حل لپاره د ترکيې د هڅو ذكر هم وكړو۔