اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپيكر اسد ق??صر وئيلي دي پاکستان او د نائیجر ترمينځه پراخا پارلیمانی او اقتصادی مرستي ته وده وركولو ته اړټيا ده،دواړه هېوادونه ګڼ معاشی صلاحیتونه لري كوم چې شريكې ګټې لپاره كاريدے شي،پارلیمانی مرسته به دواړه هېوادونه يو بل ته لا رانزدې كولو له مرستياله وګرځي۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې د نائیجر د قامی اسمبلۍ صد?? سینی اومارو سره ملاقات كښې وكړه۔ صد?? سینی اومارو د پارلیمانی پلاوي سره د پاکستان په دوره دے۔سپیکر اسد ق??صر ووئيل پاکستان د امن او استحکام ماحول كښې په كوټلي پرمختګ باور لري۔ ده ووئيل پاکستان د پولو نه علاوه سماجی اقتصادی پرمختګ او رابطو جوړولو په پاليسۍ عمل كوي۔ده ووئيل پاکستان د نړيوالي ورورولۍ يو ذمه وار هېواد دے او عمر له امن له چمتو دے۔ ده ووئيل د فلسطین او کشمیر مسئلي د نړۍ او سيمي د شخړو موجب جوړي شوي۔ سپیکر ووئيل پاکستان سيمه ايز او نړيوال امن لپاره د ملګرو ملتونو سلامتی کونسل قراردادونو له مخي د فلسطین او کشمیر شخړو منصفانه حل ضروري دے۔ده ووئيل نائیجر د او آئي سي يو ??عا??ه غړي په حثيت سره د فلسطین او کشمیر مسئلې د او آئی سی په كچه په ??عا??ه توګه رامخي ته كړي۔ده ووئيل د هندي عسكرو په کشمیریانو د ظلم سلسله روانه ده۔ سپیکر اسد ق??صر د پاکستان نائیجر سره د اړيكو حواله وركولو كښې ووئيل دواړه هېوادونه د مذهب په خپلولۍ سره تړلې شوي۔ ده د نړيوال پارلیمنټري فورمز كښې د نائیجر د اړخه د پاکستان مرسته هم وستائله۔د نائیجر د قامی اسمبلۍ صد?? سینی اومارو د پاكستان خپل همڅنګ ریمارکس ستائلو سره ووئيل د نائیج?? سیاسی قیادت او اولس د پاکستان سره په خپل تړون وياړ لري۔ده ووئيل زمونږ هېواد د شريكې ګټې او مرستي زياتولو خوښي لري او كوټلي ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل نائیجر به په ټول ګڼ اړخيزه فورمز د پاکستان سفارتي ملاتړ روان ساتي۔ده د فرېنډ شپ ډلو د لاري د پارلیمانی مرستي زياتولو تجویز سره اتفاق وكړو۔ملاقات نه پس د دواړه هېوادونو د پارلیمانونو ترمينځه مرستي لپاره د مفاهمت په يادښت لاس ليك هم وكړے شو۔په مفاهمتی یادداښت د قامی اسمبلۍ سپیکر اسد ق??صر او د نائیجر د قامی اسمبلۍ د اړخه صد?? سینی اومارو لاس ليك وكړو۔