لاهور۔3جولائی(اے پی پی) د مذهبي چارو او د مذهبونو ترمينځھ د همغږۍ وفاقي وزير پیر نور الحق قادری وئيلي دي چې د انسانيت تعظيم ، د مذهبونو ترمينځھ همغږۍ ته وده وركول او غېر مسلمو ته آئين كښ?? د وركړې شويو حقونو ممكنه رسنه د پاكستان په اولنو ترجيحاتو كښ?? شامل ده۔ د وزیر اعظم عمران خان د ويژن په رڼا كښ?? هېواد كښ?? د مذهبي سېلګرۍ ودې سره اړوندې چارې پام كښ?? نيولو سره د هندو او سكھ مذهب پخوانۍ ??بادتخانې به بحالولې شي او دا ځكه چې د هېواد په پرمختګ او سوكالۍ كښ?? د اقليتونو هم دومره كردار دے څومره چې د مسلمانانو غړو دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د خالي په ورځ 29 كاله پسې د سمادھي سر ګنګام رام بحالۍ او پرانستې د??تو??ې ته خطاب او ميډيا سره خبرو كښ?? وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل هند كښ?? د بابري مسجد پېښې په رد عمل كښ?? پاكستاني اولس سمادھی سر ګنګا رم ته نقصان رسولے وو۔ د متروکه وقف املاک بورډ چارواكو د سر ګنګا رام سمادھی رنګ رغون او بحالۍ له د ستائنې وړ خذمت كړے دے۔ وفاقي وزير ووئيل نبی علېه السلام چې مېرمنو او غېر مسلمو ته كومه حقونه وركړي دي د نړۍ بل كوم مذهب كښ?? د هغې مثال نشته۔ هغه ووئيل راتلونكو ورځو كښ?? به د ګوردواره چوا صاحب په شمول نور تاريخي مقامات هم بحالولې شي۔ د??تو??ه كښ?? د متروكه وقف املاك بورډ چيئرمېن ډاكټر عامر احمد ٬ ایډیشنل سېکرټری شیرائنز محمد عمران ګوندل، ډپټی سېکرټری اېډمن رشنا فواد، ډپټی سېکرټری جنرل سید فراز عباس، کنټرولر آف اکاﺅنټس عدیل احمد او د مهتمم ګورودوارہ شری ډیرہ سید ??ظهر په شمول نور مهم شخصيات موجود وو۔