اسلام آباد 17جون (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان سپارښتنه كړې چې انتخابي اصلاحات، الېكټرانك ووټنګ او سمندر پ??رې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو عمل دے زر تر زره بشپړ كړے ??ي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې دا سپارښتنه ده د زيارت په ورځ د الېكټرانك ووټنګ مشين كارولو په اړه بريفنګ كښې وكړه۔ بريفنګ كښې د سائنس اېنډ ټيكنالوجي وزير شبلي فراز، سېنېټ كښې د حكومتي ډلي مشر ډاكټر شهزاد وسيم، د رېلوے وزير اعظم خان سواتي، د اطلاعاتو او خپرونو دوهم وزير فرخ حبيب او د وزيراعظم د پارلماني چ??رو صلاحكار بابر اعوان ګډون كولو۔ وزيرِاعظم ته د انتخابي اصلاحات په لړ كښې د الېكټرانك ووټنګ مشين كارولو او قانون سازۍ لپاره په شوي پيش رفت تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وزير اعظم عمران خان د خپل عزم ??خلے وكړو چې حكومت به د هېواد انتخابي عمل كښې شفافيت باوري كوي۔ ده ووئيل انتخابي عمل كښې د ټګۍ مخنيوي او شفافيت باوري كولو لپاره اليكټرانك ووټنګ مشين كارول يوازينې آپشن دے۔ وزيراعظم ووئيل سمندر پ??رې پاكستانيان د هېواد اثاثه ده هغوي به انتخابي عمل كښې ضرور شريك كولې ??ي۔ ده سپارښتنه وكړه چې انتخابي اصلاحات، اليكټرانك ووټنګ او سمندر پ??رې پاكستانيانو له د ووټ حق وركولو عمل دې زر تر زره بشپړ كړے شي