اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سي پېك په روانو پروژو د كار په رفتار د اطمينان څرګندونه كولو سره وئيلي دي سي پېك ??ه په هر ډول ترسره كولې شي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د چين پاكستان اقتصادي لارې﴿سي پېك﴾ د پرمختګ جاج اخستلو لپاره د لوړې پاې د غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړۍ. په غونډه كښې خارجه وزير شاہ محمود قریشی، د توان و??اق?? وزیر حماد اظهر، د خزانې و??اق?? وزیر شوکت فی??ض ترین، د صنعت و??اق?? وزیر مخدوم خسرو بختیار، د منصوبه بندې و??اق?? وزیر اسد عمر، د وزیراعظم صلاحكار عبدالرزاق داٶد، د قامي سلامتيا صلاحكار ډاكټر معید یوسف، د وسله والو ځواكونو مشر ج??رل قمر جاوېد باجوہ، د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن عاطف بخاری،د سي پېك ??تهارټۍ چیئرمېن لېفټېننټ جنرل (ر) عاصم سلیم باجوہ او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. په غونډه كښې وزيراعظم د سي پېك له مخې په بېلا بېلو څانګو كښې د روانو پروژو د پرمختګ څخه خبر كړے شو. وزيراعظم عمران خان د سي پېك په روانو پروژو د كار په رفتار د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل سي پېك ??ه په هر ډول ترسره كولې شي. وزيراعظم ووئيل سي پېك ?? پاكستان او چين د ژورې او ازمائيلې شوې دوستې څرګندونه ده او زمونږ په پرمختيائي حكمت عملې كښې ډېر اهميت لري. وزيراعظم ووئيل په صنعتكارې كښې بايد مونږ ??رآ??دات زياتولو او د درآمدات متبادل ته پام وكړو او د خپلو پالېسو تشكيلولو په وخت دا په نظر كښې وساتلې شي. وزيراعظم په هېواد كښې د راتلونكو صنعتونو او د كركيلې په څآنګه كښې د روزګار د نوو موقعو له مخې د ځوانانو تربيعه كولو سپارښتنه هم وكړه.