ملګري ملتونه 30 اپرېل (اے پي پي) پاكستان په ټوله نړۍ كښې په حساس ځايونو كښې په ځاے كړو د ملګرو ملتونو د امن مشنز په اهلكارو د زياتېدونكو برېدونو مخ نيوي ??ان??ې زور راوړلو سره غوښتنه كړې چې د امن مشن اهلكارو تحفظ او سلامتيا باوري كولو لپاره دې نور ساز و سامان هم وركړے شي. په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمي استازي منير اكرم تېره ورځ د ملګرو ملتونو د ا??ن اهلكارو تحفظ او سلامتيا ودې لپاره د جوړې كړې ګروپ آف فرېنډز لا??چ كېدو په موقع په خپله وېنا كښې په جمو كشمير كښې د ملګرو ملتونو د ملټري آبزرور ګروپ حواله وركولو سره ووئيل پاكستان د پيس كيپنګ آپرېشنز مشن كوربه دے او ??اكستان د امن مشن اهلكارو په تحفظ كښې خاص خوښي لري. ده ووئيل پاكستان د نړۍ په 28 هېوادونو كښې د ملګرو ملتونو په 46 امن مشنز كښې خدمات ترسره كړي او ??ه دې وخت كښې په امن مشنز كښې د پاكستان 4400 ا??ن اهلكار موجود دي. د امن په خاطر د پاكستان 160 ا??ن اهلكارو د خپل ژوند قربانۍ وركړې. ده ووئيل د امن مشن اهلكارو تحفظ او سلامتيا باوري كولو لپاره دې نور ساز و سامان هم وركړے شي.. په ګروپ آف فرېنډز كښې چين، برازيل، روانډا او انډونېزيا شامل دي.