اسلام آباد 02 اپريل (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي چې د غربت خاتمه او د تل پاتي پرمختګ اهداف ترسره كول زمونږ د حكومت د ترجيحاتو مهمه برخه ده۔ ده دا خبره پاكستان كښې د يو اېن ډي پي ??يز??ډنټ استازي كنوټ اوسټ بي سره د جمعې په ورځ خارجه وزات كښې د ملاقات په مهال ??كړه۔ خارجه وزير كنوټ اوسټ بي ته په پاكستان كښې د يو اېن ډي پي ??يز??ډنټ استازي په توګه په تعينات كېدو مباركي وركولو سره ووئيل مونږ په پاكستان كښې د يو اېن ډي پي د تعميري او مثبت كردار ستائنه كوو۔ پاكستان او يو اېن ډي پي شريك مقصدونه ترلاسه كولو له د كلونو نه په ګډه كار كوي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د غربت خاتمه او د تلي پاتي پرمختګ اهداف ترسره كول زمونږ د حكومت د ترجيحاتو مهمه برخه ده۔ پاكستان دا مهال د ملګرو ملتونو اكنامك اي??ډ سوشل كونسل(ايكوساك)صدارتي ذمه واري ادا كوي۔شاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان په نړيوال ??ورمز”د نړيوالو چارو په اړه مباحث”كښې تل فعاله كردار ادا كوي۔ خارجه وزير پاكستان كښې پرمختيائي او موسمياتي چارو سره په اړوندو چېلنجونو قابو موندلو او د تل پاتي پرمختګ هدفونو (2030) په لړ كښې د يو اېن ډي پي د مرستې ستائنه وكړه۔ د يو اېن ډي پي ??يز??ډنټ استازي د خارجه وزير مننه كولو سره د شريكو اهدافو ترلاسه كولو لپاره د يو اېن ډي پي لخوا د پاكستان د بشپړه مرستې باور وركړو