سکھر۔7مارچ (اے پی پی) كراچۍ نه لاهور ته تلونكې ټرېن 15??پ کراچی اېکسپرېس په منډو ډېرو او سانګی رېلوے اسټېشن پېښ?? سره مخ شو۔ د پېښې په نتيجه كښې يوه مېرمنه مړه او 40 مسافر ژوبل شول كومو كښې چې د درېو حالت اندېښمن ښودلے شي۔ پوځ ٬ رېنجرز او ايدھي عمله د رېسكيو عملياتو كښې بوخت ده۔ د تفصيلات له مخې ك??اچۍ نه لاهور ته تلونكې ټرېن 15??پ کراچی اېکسپریس روهړي سټېشن ??ه روانېدو نه 10 دقيقې وروسته پېښ?? سره مخ شو۔ په منډو ډېرو او سانګی رېلوے اسټېشن (کلو میټر نمبر 490/2) د ياد شوي ټرېن 9 ډبې پاټلۍ نه كوز شوې۔ د اطلاع په ترلاسه كېدو پنوں عاقل چھاونۍ څخه د پاكستان آرمي ځوانان ٬ سكھر ??ه رېنجرز او ايدھي اهلكار د پېښې ځائې ته ورسېدل۔ د پېښې په نتيجه كښې يوه 32 كلنه مېرمنه مړه او 40 كسان ژوبل شول۔ د 15 نه زيات مسافر د روهړي روغتون ته منتقل او نور د سكھر سول روغتون ته رسولې شوي دي۔ د پېښی په نتيجه كښې دواړه ټرېكونه ځپلې شوي ٬ بحالۍ له ئې ك??ر روان دے۔