كولمبو 23 فروري (اے پي پي) وزيراعظم ع??ران خان د سري لنكا وزيراعظم مهندا راجه پكسے په بلنه په دوه ورځنې دوه سري لنكا ته رسېدلے . د سري لنكا وزيراعظم مهندا راجه پكسے په هوائي اډه د وزيراعظم تود هركلے وكړو او ماشومانو وزيراعظم ته د ګلونو ډالې وركړې.د وزيراعظم ع??ران خان ته په درناوي كښې د سري لنكا د وسله والو ځواكونو يوې چټك ډلې سلامي هم وكړه. په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي ترانې ??غږ??لې شوې او د توپو سلامي وكړې شوه او وزيراعظم ?? ګارډ آف آنر معائنه وكړه. د دې نه پس د سري لنكا وزيراعظم د پاكستان وزيراعظم ع??ران خان سره د سري لنكا كابينه معرفي كړه او وزيراعظم ع??ران خان د سري لنكا وزيراعظم سره د خپل پلاوي د غړو تع??رف وكړو. خارجه وزير شاه محمود قريشي، د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد ، د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيا سيد ذوالفقار عباس بخاري هم وزيراعظم سره په دوره تلي دي. د وزيراعظم چوكۍ سنبالولو نه پس د وزيراعظم ع??ران خان لخوا دا د سري لنكا وړومبې دوره ده. وزيراعظم به د دورې په مهال د سري لنكا صدر او وزيراعظم سره ملاقاتونه كوي. د دورې په مهال به په ملاقاتونو كښې د تجا??ت، سرمايه كارې، روغتيا، تعليم، كركيلې او د سائنس او ټېكنالوجې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې په وده خبرې كولې شي. د دواړو هېوادونو ترمېنځه به په بېلا بېلو څانګو كښې د تفاهم يادښتونه به هم لاسليك كولې شي. وزيراعظم به د جوائڼټ ټرېډ اېنډ انوېسټمنټ په كانفرنس كښې ګډون هم كوي. پاكستان او سري لنكا د كال 1948م نه يو بل سره د دوستې قوي اړيكې لري. د وزيراعظم ع??ران خان لخوا دا دوره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو او مرستې ودې له مرسته كونكې ثابت شي.