اسلام آباد 23 فروري (اے پي پي) پاكستان په نړيواله ټولنه غږ كړے چې هغه د هند تر غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې په ??ېر??نو د منظم تشدد خاتمې لپاره ګامونه واخلي . د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند ??وئيل په مقبوضه جمو و كشمير كښې د منظم تشدد او د اجتماعي تېري پېښې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو هائي كميشن پشمول ګڼ شمېر آزاد كمشنز، د بشري حقونو ډلو، نړيوالې مېډيا او د سول سوسائټې تنظيمونو په دستاوېزي شكل كښې جاري كړي . وياند ??وئيل نن مونږ د كال 1991م د فرورې د 23مې نېټې د مقبوضه كشمير په كنن او پوشپوره كلي كښې كشميري ??ېر??نو سره د اجتماعي تېري دردونكې پېښې يادوو. ??ا بد مرغه ورځ د نړيوالې ټولنې په اجتماعي يادښت د يو تور ټكي په شان نقش ده. وياند ??وئيل د ذمه وارو د احتساب نشتوالي او ځپليو سره د انصاف نه كېدو په وجه هند اوس هم د بشري حقونو څخه د سرغړونې لړې روانه ساتلې . ده ووئېل هند اوس هم په مقبوضه كشمير كښې رېپ، تشدد او د كشميري ??ېر??نو قتل د رياستي ترهګرې په توګه كاروي. وياند ??وئيل د كال 2019م د اګست پنځمې نېټې د غېر قانوني يو اړخيزه اقداماتو نه پس د هندي ځواكونو لخوا په ناوړه جرائمو كښې نوره تندي هم راغلې.