اسلام آباد 22 جنوری (اے پی پی) د پاك بحریه مشر ایډمرل محمد امجد خان ??یا??ی د سعودی عرب سرکاری دورې په مهال د سعودی عرب چیف آف جنرل سټاف او کمانډر را??ل سعودی نی??ل فورسز سره جلا جلا ملاقاتونه كړي۔د پاك بحريه وياند له مخې ریاض كښې د را??ل سعودی نی??ل فورسز هیډ کوارټرز ته په رسيدو کمانډر را??ل سعودی نی??ل فورسز وائس ایډمرل فهد بن عبدالله الغفیلی د پاك بحريه د مشر هركلے وكړو۔ ایډمرل محمد امجد خان ??یا??ی ته د را??ل سعودی نی??ل فورسز هیډ کوارټرز ته په رسېدو روایتی ګارډ آف آنر وړاندې كړے شو۔په دې موقع امیر البحر ته د را??ل سعودی نی??ل فورسز او روانو عملياتو په اړه بریفنګ وركړے شو۔ نی??ل چیف را??ل سعودی نی??ل فورسز کمانډ اینډ کنټرول سینټر دوره هم وكړه۔ ملاقاتونو په مهال د شريكې خوښې په چارو او د بحي مرستې په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ملاقاتونو كښې د را??ل سعودي نی??ل فورسز صلاحیت زياتولو او عسکری تربیې لپاره د پاك بحریه کردار وستائلے شو۔ سعودی چارواكو د دواړه هېوادونو د ورورولۍ اړيكې وستائلې او سيمه كښې امن او استحکام په لړ كښې ئې د پاك بحريه اقداماتو ستائنه وكړه۔