اسلام آباد 28 دسمبر (اے پی پی) د سائنس او ټیکنالوجۍ وفاقی ??زیر چوهدری فواد حسېن وئيلي دي د پی ډی اېم تيره ورځ جلسه د پیپلز پارټۍ لپاره د شرم او ن لیګ لپاره د عبرت مقام دے۔(ن) لیګ او پیپلز پارټۍ كښې سنجیدہ كسانو سره خبرو اترو له چمتو يو۔اپوزیشن له د خبرو لپاره ایجنډا او تګلاره هم وركړې شوې ۔ د بھټو په پھانسۍ مټھائیان وېشونكو كورنيو كښې شریف?? كورنۍ هم وه۔د پی ډی اېم ??وندونه استعفيٰ وركولو له چمتو نه دي ۔ د ګل په ورځ وفاقی ??زيرانو سېنېټر شبلی فراز او فیصل ووډا سره خبرې کنفرنس ته وينا كښې چوهدری فواد حسېن ووئيل مرېم ??رې هم كچن نه دے چلولے او بلاول چرې كار نه دے كړے ‘ خو دواړه خپلې سي وي وزیراعظم جوړيدو لپاره جمع کړي۔ ده ووئيل د پاکستان د اولس به د دې نه زيات توهین څه وي چې نړۍ ??ښې پخواني بادشاهتونه ختم شوي او دوي نوې بادشاهتونه جوړول غواړي۔ده ووئيل بلوچستان كښې 7 عسكر شهيدان شوي ٬ د پی ډی اېم جلسه كښې يو لفظ هم هغوي لپاره نه دې وئيلے شوے۔ ده ووئيل دا عجیبه سیاست دے لاهور ته چې ځي نو جاګ پنجاب ‘ سندھ ته چې ځي نو د پیپلز پارټۍ سرودونه غږولې شي ٬ دوي خو د ګرګټ غوندې رنګونه بدلوي۔ده ووئيل د پې ډی اېم به جلسو كښې پرله پسې پنجاب په نښه كيږي۔ سټیج د وفاق په ضد استعماليږي‘ په پوځ ‘عدلیه پرله پسې بريدونه كيږي۔ده ووئيل مرېم نواز په خپلو خبرو ولاړه ده ‘ د خپلو مشرانو په اړه خبره كښ احترام بايد ترنظره وساتلې شي۔