ا??لا?? آباد 16 دسمبر(اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي ??فغ??نستان كښې امن د ګردې منطقې امن او استحكام لپاره لازم و ملزوم دے ٬ پاکستان په ??فغ??نستان كښې مستقل امن او ??فغ??نستان سره ګڼ اړخيزه د ورورلۍ اړيكو ته وده وركول غواړي۔ دا خبرې خارجه وزير ?? ??فغ??ن طالبانو د سياسي کمېشن پلاوي سره په خبرو كښې وكړې چا چې د شورو په ورځ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ كښې په خارجه وزارت كښې دوي سره ملاقات كولو۔ خارجه وزير ?? ??فغ??ن پلاوي په خارجه وزارت كښې هركلے وكړو او وئ وئيل د ??فغ??ن طالبانو پلاوي سره تېرې دوه غونډې ډېرې ګټورې وي۔ شاه محمود قرېشي ووئيل په دوحه كښې د امريکې او طالبانو ترمېنځه په شوې امن لوظنامه كښې پاكستان د روغې جوړې خپل ممكن كردار لوبولے۔ د بين ال??فغ??ن مذاکرات په اړه په قواعدو او ضوابطو صلاح يوه كېدل خوشيبنه ده٬ پاکستان د وړومبۍ ورځې څخه وئيل ??فغ??نستان كښې د امن يوازنۍ لاره د نتيجې وړ او جامع مذاكرات دي۔ خارجه وزير ووئيل ما وخت په وخت د بېلا بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره په خبرو كښې د ??فغ??ن امن عمل او ??فغ??نستان كښې بيا روغونې لپاره د نړيوالې ورورولۍ د كردار په ضرورت زور رواړے۔ ده ووئيل سږ كال عبدالله عبدالله، ګلبدين حکمت يار او د ??فغ??ن اولسي جرګې غړي پاكستان ته راغلي او ھغوي سره ګټور ملاقاتونه شوي او په دې وروستيو كښې وزيراعظم عمران خان هم د ??فغ??نستان دوره كړې او هلته هم پاكستان دا پېغام وركړے چې پاكستان په ??فغ??نستان د اږودې مودې او مستقل امن خوښي لري۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان د تېرو څو لسيزو راهسې د ??فغ??ن كډوالو كوربتوب كوي او مونږ د دې ??فغ??ن كډوالو په عزت سره هېواد ته د ستنېدو خواهش لرو كومې لپاره چې نړيوالې ورورولۍ ته د مرستې خواست كوٶ۔ ده ووئېل مونږ هنرمند ??فغ??ن زده كوٶنكو لپاره د پاكستان په پوهنتونونو كښې د يو زر وظيفو اعلان كړے دغسې چې دا زده كوٶنكي خپل تعليم بشپړولو نه پس د ??فغ??نستان تعمير و ترقي لپاره مرستياله وګرځي۔ ده ووئېل پاکستان چين سره د اقتصادي راهدارۍ په منصوبو كار كوي ٬ دا راهداري د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت ودې لپاره ښه ذريعه ګرځېدې شي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ غواړو چې ??فغ??ن خاوره د پاکستان په ضد استعمال نه شي۔ ده ووئيل مونږ په دې پوهه يو چې هند پاكستان ته زيان رسولو لپاره خپل وسائل استعمالوي په دې لړ كښې مونږ په دې وروستيو كښې په كوټلو شواهدو او ثبوتونو اډآنه ډوزئير هم نړيوالې ورورولۍ ته وړاندې كړے ۔ شاه محمود قرېشي ووئيل پاکستان د خپلو ??فغ??ن وروڼو سهولت لپاره د ويزے نوې پاليسي اجراء كړې ۔ دغسې د ??فغ??ن طالبانو پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر په تود هركلي كولو د خارجه وزير مننه كولو سره په ??فغ??نستان كښې امن لپاره د پاكستان د روغې جوړې د هلو ځلو ستائنه وكړه