اسلام آباد۔29نومبر(اے پی پی) صحت لپ??ره د وزیر اعظم خصوصي مرستيال ډاكټر فېصل سلطان د صحت وزیر تیمور ظفر جهګړه سره نن د پولیو په ضد د پنځه ورځنی کمپاین پرانسته وكړه۔ د اطلاعاتو وزیر کامران بنګش او چیف سکریټري ډاکټر کاظم نیاز هم ورسره مل و??. د پوليو كمپائن په مهال به د 5 كالو نه د كم عمر 64 لكه كوچنيانو ته پوليو قطرې وركولې شي۔ ډاکټر فیصل سلطان ووئیل چې مونږ د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د پوليو د ختمولو عزم لرؤ۔ هغه ووئيل و??اق او صوبې پوليو ختمولو له په جامع تګلاره كار كوي او پوليو ختمول زمونږ مذهبي او اخلاقي فريضه ده۔ هغه ووئيل په پاكستان او افغانستان كښې اوس هم د پوليو كې??ون?? رپورټ كېږي چې له امله ئې نه يوازې دا چې زمونږ كوچنيان غېر محفوظ دي بلكې د نړيوالې ورورولۍ په وړاندې زمونږ وقار ته هم ??يا?? رسي۔ ډاكټر فېصل سلطان ووئيل د اولس د ملاتړ نه غېر د پوليو په ضد جنګ ګټلے نه شؤ۔ هغه ووئيل د پوليو ختمولو له سول سوسائټي ٬ علماﺀ كرام ٬ مذهبي سكالران او ميډيا مهم كردار ترسره كولے شي