اسلام آباد 10 نومبر (اے پي پي) د اسلام آباد په لوك ورثه كملېكس كښې د كال 2020م لوك مېله روانه ده. د كال 2020م 10 ورځنې لوك مېله د نومبر په 6مه نېټه پېل شوې. په لوك مېله كښې د هېواد د څلورو واړو صوبو خېبر ??ښت??نخوا، پنجاب، سندھ او بلوچستان پشمول د ګلګت بلتستان او د آزاد جمو كشمير پوېلين جوړ كړې شوي. د هرې يوې سيمې په پوېلين كښې بېلا بېل سټالونه ??ګو??ې شوي چې پكښې د پاكستان د كلتور په اړه څي??ون?? او خوراكونه په مناسب بېعه ترلاسه كېږي. په مېله كښې د خېبر ??ښت??نخوا پوېلين يو ځانله ښائسته منظر وړاندې كوي. د پوېلين لار د باب خېبر څخه تېرېږي او چې كله څوك پوېلين ته دننه لاړ شي نو داسې ښكاري لكه چې څوك خېبر ??ښت??نخوا ته راغلے وي او خپل ځان په ??ښت??ن كلتور كښې محسوسوي. په پوېلين كښې د بېلا بېلو څي??ون?? او خوراكونو سټالونه ??ګو??ې شوي ، د خوراك په سټالونو كښې د پېښور ??پلي كباب، كابلي پلاٶ، د تنور ??وډې، باربي كيو، امرسې، جلېبۍ او قهوه شامله ده چرته چې د خلقو ګنه ګوڼه تر نظره كېږي. په نورو سټالونو كښې د چارسدې د څپلو سټال، د هزاره د پهول كارې، په لرګو د ګلكارې، د كهدر كار، د سوات د وړۍ شالونو، د كاپر او براس د لوښو او د پخوانو كالو پترو سټالونه شامل دي. په لوك مېله كښې د خېبر ??ښت??نخوا په پوېلين كښې د موسيقې اهمتام هم شوے چرته چې خلق د اولسي موسيقې څخه خوند اخلي او هنرمندان د شائقينو څخه داد ترلاسه كوي. د يادونې وړ ده دا مېله به د نومبر تر 15مه نېټه روانه وي، په لوك مېله كښې د كورونا په اېس او پيز په سختې سره عمل درامد كولے شي او ماسك اچول لازمي ګرځولے شوي.