اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی)د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر وئېلي دي چې د استاذانو كردار د ټولنې تعمير او پرمختګ كښې مهم كردار لوبوي۔ تدريس هغه پاكه پېشه ده كومه چې لوے څښتن خپلو نبيانو ته د انسانيت ښېګړې او ??صلاح لپاره وركړې۔ خاتم النبيين حضرت محمد(ص)د استاذانو عزت او ??حترام لازمي ګرځولې۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د استاذانو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پیغام كښې وكړه كومه چې هر كال د اكتوبر په پنځمه نېټھ د ملګرو ملتونو د سيوري لا??دې په ټوله نړۍ كښې لمانځلې كېږي۔ سپيكر استاذانو ته پیرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل استاذان د قام معماران دي۔ ده ووئيل زمونږ مذهب علم ترلاسه كولو ته لويې اهميت وركوي او ??ستاذان نوې نسل د علم څخه خبرولو كښې بنيادي كردار لوبوي۔ سپيكر ووئيل نن ورځ هغه عظيمو انسانانو ته د پېرزوينې وړاندې كولو ورځ ده څوك چې په زړه پورې ډول يو تعليم يافته قام جوړولو كښې كردار ترسره كوي۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيكر قاسم خان سوري په خپل پېغام كښې ووئيل تدريس يوه پیغمبري پېشه ده او ??ې سره تړون لرل يو اعزاز دے۔ ده د استاذانو هلو ځلو ته پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل چې يو شعور لرونكې او ??عليم يافته ټولنه جوړولو كښې استاذان مهم كردار لري۔ده ووئيل استاذانو ته اسلام د روحاني مور او پلار درجه وركړې٬د هغوي عزت او ??حترام په مونږ ټولو واجب دے۔ده د استاذانو نړيوالې ورځې په موقع استاذانو ته سلام كولو سره ووئيل نن چې مونږ څه هم يؤ د خپلو استاذانو پھ سوب يؤ او ?? هغوي خذماتو ته پیرزوينې وړاندې كوؤ