اسلام آباد ۔ 25 اګست (اے پی پی) قومی ??سمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر او د مسلم ليګ (ن) صدر شهباز شريف د نهې په ورځ سهار د جمعيت ع??ماﺀ اسلام (ف) امیر مولانا فضل الرحمن سره دده په ك??ر ملاقات وكړو۔ شهباز شریف سره قومي اسمبلۍ كښې د پاكستان مسلم ليګ (ن) پارلماني لارښود خواجه محمد آصف جنرل سېكټري احسن اقبال ٬ پخوانے سپيكر سردار اياز صادق او د قومي اسمبلۍ غړے خواجه سعد رفيق هم وو۔ ملاقا?? كښې د جے یو آئی (ف)د قومي اسمبلۍ پارلماني لارښود مولانا اسعد محمد په شمول نور لارښود او د اسمبلۍ غړي هم موجود وو۔ ملاقا?? كښې د هېواد په روانه سياسي وضعه او د مخالفې ډلې ټولو ګوندونو سره په ګډه د سباؤن تګلارې په وضعه ك??لو د خيالاتو څرګندونه وشوه