اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) د قانون وفاقی وزیر بېرسټر فروغ ن??یم وئيلي دي كه د كلبھوشن یادیو په اړه د انصاف نړيوال عدالت په پريكړه عمل نه كوو نو په پاكستان بنديزونه لګيدے شي، د انصاف نړيوال عدالت د پريكړې په رڼا كښې آرډیننس جوړ شوے‘ دا حساس معامله ده په دې اړه بايد سياست ونه كړے شي،آرډیننس سره د كلبھوشن یادیو سزا ختمه شو?? نه ده، آرډیننس ځكه راوړلے شوے چې نړۍ ته م??لو??ه شي پاكستان ذمه وار هيواد دے۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل د آرډیننس په اړه غونډه كښې خبره شوې، د دې آرډیننس په اړه حقائق اپوزیشن ته وړاندې كول غواړوم۔په 3 مارچ 2016ء كلبھوشن نيولے شوے، هغه وخت وفاقی حكومت پريكړه كړې وه چې ده له به قونصلر رسنه نه وركړے كېږي ۔ده ووئېل په 8 مئ?? 2017ء هند آئی سی جے كښې كیس فائل كړے ،پاكستان آئی سی جے څخه بهر نشي راوتلے ،آئی سی جے پريكړه كړې چې قونصلر رسنه وركړئ ،۔ ده ووئېل د آئی سی جے پريكړې له مخې آرډینس جوړ شوے، این آر او هغه ته وائې چې پرویز مشرف سزاګانې بخښلې۔ په دې آرډیننس كښې ك??مه سزا نه ده بخښلې شوې۔