اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) قامي اسمبلۍ ته ووئيل شول نې??نل انسټي ټيوټ آف ري هيبليټيشن ميډيسن اسلام آباد كښې د سر??ري?? بيا پېل كولو او د نورو اسانيو وركړې لپاره اقدامات كېږي۔ د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍكښې د نې??نل انسټي ټيوټ آف ري هيبليټيشن ميډيسن جي اېټ اسلام آباد انتظاميې لخوا ډاكټرانو او طبي عملې سره د ناروا سلوك او رنځورانو لپاره د سهولتونو نه وركولو پحقله د ظل هما، عظميٰ رياض، نفيسه عنايت الله خټك او د نصرت واحد د پام راګرځونې د نوټس په ځواب پارلماني سېكرټرې ډاكټر نوشين حامد ووئيل دا سپيشلائزډ هسپتال دے او دلته د خاص كوچنيانو په ښه طريقه آرتھوپيډك سر??ري كېدله چې ورسره بې وسه اولس ته سهولت تر لاسه ٶ۔ دې ووئيل د وباء په سوب دا انسټي ټيوټ د كرونا رنځورانو لپاره مختص كړے شوے خو اېم اېن ايز هڅه كوي چې اوس ھغه د دې فهرست نه ويستلے ش ۔دې ووئېل هڅه كوٶ چې په سمدستي توګه دا مركز فعاله كړے شي۔ دې ووئيل دلته سر??ري?? نه كېدله خو وزارت نوټس واخست او مينجمنټ له وارننګ وركرے شو چې په سوب ئې بيا سر??ري?? پېل شوي ۔دې ووئېل تر اوسه دوه سر??ري?? شوي٬ هڅه كوٶ چې دا شمېره زياته كړې شي