واشنګټن 22 جولائي (اے پي پي) وز??راعظم عم??ان خان سره تېره ورځ په واشنګټن ك??ې د نړيوال بانك صدر ډېوډ ملپاس د پاكستان په سفارت كښې ملاقات وكړو۔ په دې موقع خارجه وز??ر شاه محمود قريشي٬ د خزانې سلاكار ډاكټر عبدالحفيظ شېخ٬ د تجارت سلاكار عبدالرزاق داؤد٬ خارجه سېكتر سهېل محمود او د پاكستان سفير اسد مجيد د وز??راعظم مرسته وكړه۔ وز??راعظم د نړيوال بانك د صدر د مهمې ذمه وارې پغاړه اخستلو ډېوډ ملپاس ته مباركي وركړه۔ وز??راعظم د څو كلونو راهسې د پاكستاني معيشت په بېلا بېلو څانګو كښې د نړيوال بانك بشپړه مرسته وستائيله۔ ده ووئيل چې د حكومت محور اولس دے٬ په پرمختيائي اېجنډا كښې به روغتيا ٬ تعليم او د پاكستان په ځوانانو د سرمايه كارې اضافې ته پام كولې شي۔ وز??راعظم د نړيوال بانك په مرسته د اطمينان څرګندونه وكړه او هيله ئې څرګنده كړه چې نړيوال بانك به په روانو پروژو هم پرمختګ وكړي ??و باور ئې وركړو چې د ده حكومت به په دې لړ كښې د نړيوال بانك بشپړه مرسته كوي۔ ډېوډ ملپاس د وز??راعظم د پرمختيائي اېجنډې ستائنه وكړه او وې وئيل چې د نړيوال بانك د لويو پروژو حجم سره پاكستان په منطقه كښې مهم هېواد دے۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پاكستان لخوا د آئي اېم اېف په نوي پروګرام كښې داخلېدو سره به په مېكرو اكنامك استحكام او په پاكستان ك??ې د غېر ملكي سرمايه كارو اعتماد بحال كول باوري كولو كښې مرسته وشي۔ ده د ځوانانو په وظيفه اي پوهه كښې اضافې او دوي ته د ماركيټ د غوښتنې له مخې د روزګار تيارولو پشمول د حكومت د سماجي پروګرامونو ستائنه هم وكړه۔ ډېوډ ملپاس وز??راعظم عم??ان خان ته باور وركړو نړيوال بانك د ده د اقتصادي پرمختګ په وژن عمل كولو كښې فوري مرستې ته تيار دے۔