اسلام آباد ۔ 21 اپرېل (اے پی پی)دپاكستان خارجه دفتر په لائن آف كنټرول (اېل او سي) د تجارت ځنډولو په اړه په هندي پرېكړه د افسوس څرګندونه كړې د??۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې د تجارتي اسانيو په ناوړه توګه د كارول كېدو په اړه هندي ادعاګانې هېڅ حقيقت نه لري۔ هند تجارتي آسانۍ قاچاق ٬ نشائي توكو ٬ جعلي كرنسۍ او ترهګرۍ له د كارولو غلطه او د دروغو پراپې??نډ?? كړې د??۔ خارجه دفتر وئيلي چې هند د مقبوضه كشمير د اولس سولييزې هڅې تجارت سره د تړلو ناوړه هڅه كړې د??۔ تجارت د دواړو هېوادونو ترمينځه د باور زياتولو له يو بنيادي عنصر ګڼلې شي۔ دواړو هېوادونو د سفارتي هڅو په نتيجه كښې د شريك باور زياتولو له د تجارت پرېكړه كړې وه ولې د هند لخوا شوې پرېكړې سره د باور بحالۍ او دې كښې د زياتوالي هڅې ځپلې شوي دي۔ خارجه دفتر په اېل او سي تجارت ځنډولو له پاكستان سره د مشاورت نه غېر د شوې هندي پرېكړې په سختو ټكو كښې غندنه كړې د??۔ تجارتي بندېزونو سره به د كشميريانو مسئلې سوا شي كومو چې دې آسانۍ څخه استفاده كوله۔ د هندي ګامونو څخه وروستو د پاكستان د كردار په اړه خارجه دفتر ووئيل چې پاكستان به د كشميري اولس خپلو كښې رابطو او د آسانيو رسنې ګامونو عمل ر??ان ساتي كوم چې د كشمير شخړې په سبب ځپلې شوې دې۔ پاكستان په هند زور راوړو چې د تضاد ختمولو او دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو له مثبت سوچ ضروري دې دغسې چې اختلافات خپلو كښې د مذاكراتو د لارې حل كړې شي