اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير اسد عمر د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د بشپړ باور څرګندونه كولو سره وئيلي دي د نوي پاكستان خوب رښتيا كولو لپاره به زه خپل كردار روان ساتم ٬ د نوي پاكستان وژن عملي كولو لپاره هر وخت چمتو يم٬ نوې وزير چې هر څوك راځي ستونزې به لري خو 8 مياشتې وړاندې چې كوم صورتحال ؤ هغه به نه وي ٬ بهترۍ پلو روان يو٬ معيشت مخ په ښه كېدو دے ٬ سختې پرېكړې به كول وي٬ ضد بازي بايد لونه كړې شي٬ د ضد بازۍ په صورت ستونزې بيا سر پورته كولې شي٬ پي ټي آئي كښې د منتخب او غېر متخب مشرانو د اهميت پحقله هېڅ اختلاف نشته٬ د سازشونو او اقتدار په سياست باور نه لرم۔ د زيارت په ورځ د اې?? بي آر په آډيټوريم كښې د خبري كنفرنس په مهال د خزانې وزير اسد عمر ووئيل زما د وزارت پرېښودو خبره په وړومبي ځل تېره شپه شوې وه ٬ وزیراعظم عمران خان په كابينه كښې بدلون كول غواري٬ وزیراعظم غواړي چې زه د توان وزارت واخلم خو م?? ھغه قائل كړو چې وزارت پرېږدم خو د نوي پاكستان وژن عملي كولو له هر وخت چمتو يم۔ ده ووئيل د اپرېل په 18مه نيټه كال 2012 كښې په يو و??ځپ??ڼه كښې خبر خپور شوې ٶ چې اسد عمر په تحريك انصاف كښې شاملېږي٬ د اوو كالو سفر ډېر ښه تېر شوې٬ سخت او ښه وختونه نه مو په ګده تېر كړي ٬ ده ووئېل زه اطمينان لرم چې د هېواد بهترۍ لپاره مې كار كړې٬ په تحريك انصاف كښې جې شاملېدم نو ھغه وخت مې هم عمران خان ته وئيلي وٶ چې ?? پاكستان خدمت كولو لپاره په تحريك انصاف كښې شاملېږم٬ ده ووئېل زه د خپلو ملاتړ كوٶنكو په خاص توګه د اې?? اے 48٬ اې?? اے 54 او د سوشل ميډيا د رضا كارو مننه كوم ٬ دا ځوانان او تعليم يافته خلق دي او د هېواد بهتري غواړي٬ ده ووئېل دې ځوانانو زما ملاتړ كړې ٬ زه د دوي جنون او جذبې ته سلام كوم او زه دا ګڼم چې د دوي د جنون او جذبې نه غېر عمران خان وزيراعظم نه شو جوړېدې٬ د اې?? اے 48 او 54 د اولس مننه كوم٬ د وزارت د ذمه واريو په سوب زما د حلقې اولس د صبر او زغم څرګندونه كړې ځكه چې ما دوي ته صحيح وخت ورنه كړې شو۔ د خزانې وزير ووئيل نوې وزير چې هر څوك راځي ھغه به ستونزې لري٬ چې كله مو اقتدار ترلاسه كړو نو ھغه وخت سخته مرحله وه٬ ھغه لمحات ?? پاكستان د معاشي تاريخ خطرناك لمحات وٶ او زمونږ د معيشت د ډوبېدو اندېښنه وه٬ ده ووئېل مونږ سختې پرېكړې وكړې او م??يشت مو رېسكيو كړو٬ دا مهال معيشت د استحكام په پړاٶ كښې دے٬ نوې وزير چې هر څوك راځي مشكلات به وي خو د اته مياشتو صورتحال به نه وي۔ د خزانې وزیر ووئيل مونږ بهترۍ پلو روان ي??٬م??یشت مخ په بهترۍ دې٬ ۔ ده ووئيل راتلونكې بجټ به د آئي اې?? اې?? د پروګرام عكاس وي٬ د خزانې وزير د آئي اې?? اې?? د پروګرام له مخې به د ترجيحاتو تعين كول وي ځكه چې هم د دې له مخې به د آئي اې?? اې?? د پروګرام تفصيلي نفاذ ممكن وي۔ ده ووئيل ?? پاكستان معيشت ډېر قوي دے او چواېسز هم لري ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل زه د هېواد بهترۍ له سياست ته راغلې يم ٬ زه اسمبلۍ او وزارت كښې هېڅ خوښي نه لرم٬ زه په سازشونو باور نه لرم ما ته زما كپتان د يو كردار ترسره كولو وئيلي وٶ كوم چې ما ترسره كړو۔ ده ووئيل كله مې چې د خزانې وزات منصب ترلاسه كړو نو ھغه وخت مې هم دا وئيلي وٶ چې داسې پرېكړې به نه كوم چې ورسره اولس ته زيان ورسيږي ۔ ده ووئيل زه نن هم په دې خبره پوخ باور لرم چې نوې پاكستان به جوړېږي او عمران خان به د نوي پاكستان مشري كوي٬ پي ټي آئي كښې دې لپاره نه وم شامل شوې چې وزير جوړ شم ٬ اسد عمر ووئېل د كال 2013 په ټاكنو كښې مې هم ټكټ نه ٶ غوښتې ٬ د نوي پاكستان خواهش كرسۍ لپاره نه ٶ ۔ ده ووئيل زه د عمران خان په قیادت بشپړ باور لرم ٬ تحريك انصاف نه پرېږدم۔ ده ووئيل زما د بدلولو خبره تېره شپه شوې وه ٬وزیراعظم به په كابينه كښې ډېر زر د بدلون اعلان كړې ؤ ٬ د وزارت پرېښودو د وجوهاتو ذكر كولو سره ده ووئيل د هېواد معيشت سخت وخت څخه تېرېږي٬ مخالفه ډله هم فشار زياتولو لپاره بهانې لټوي٬ خو مونږ سختې پرېكړې كړې ٬ نوې ټيم به لږ وخت اخلي٬ ۔ ده ووئيل اته مياشتې مې د خزانې وزارت ذمه وارۍ ترسره كړې دي٬ كه د مسلم ليګ (ن) او پيپلز ګوند د 8 مياشتو تقابلي جاج واخستې شي نو سخت صورتحال او د بحران باوجود زمونږ كاركردګي د ھغوي نه ښه ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل نوې اقتصادي ډله به د بنيادي پاليسۍ په ډيزائن كښې هېڅ بدلون نه كوي٬ د پرېكړو د نفاذ پحقله ځينې بدلۍ كېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ټېكنو كرېټس او د متنخب خزانې وزير دواړٶ فائدې او زيانونه وي٬ ټېكنو كرېټس زيات پوهېږي