اسلام آباد ۔ 9 اپرېل (اے پی پی) وفاقي كابينې د نوې پاكستان هاؤسنګ اتھارټي ٬ د نړيوال معيار اولني ميډيا پوهنتون جوړولو ٬ د پاكستان او يو اے اي ترمينځھ د فنانشنل انټېلي جنس اېګرېمنټ ٬ د متروكه وقف املاك بورډ بيا جوړولو ٬ د عمر رسول د بورډ آف انوسټمنټ سېكتر غوره كولو ٬ اېم اېس ايئر ليګل ته يو كال لپاره د لائسنس اجراﺀ ٬ د ګردو او جګر پېوندكارۍ پروګرام د وزيراعظم دفتر څ??ه پاكستان بېت المال ته د منتقل كولو ٬ 8 م وېج ايوارډ لپاره د آئين ٬ ننکانه صاحب كښې د ګرونانك رېلوے سټېشن جوړولو ٬ شاہ رخ نصرت د سول ايوي اېشن اتھارټي چيئرمېن لګولو او يونس ډھاګه ته درېو مياشتو له د سټېټ لائف كارپورېشن اېم ډي اضافي ذمه واريو وركولو منظوري وركړې ده۔ ۔ كابينې پرېكړه كړې ده چې ټولې سركاري ادارې به خط وكتابت له د ډاك څانګه كاروي۔ وزيراعظم هدايت كړې چې ?? برېښنا او ګاز لويو غلو په ډاګه كولو له دې كارروائۍ تندې كړې شي۔ د المان حكومت د 94 ملینه یورو فنډز سره به فېصل آباد كښې د څښلو اوبو منصوبه ترسره كړې شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډې څخه ورستو ميډيا ته بريفنګ كښې ده وو??يل د خزانې وفاقي وزير اسد عمر واشنګټن ته رسېدلې چرته به چې هغه آئي اېم اېف سره د لوظنامې په چارو كار كوي۔ آئي اېم اېف سره به ډېر زر لوظنامه وكړې شي۔ ده وو??يل د كابينې په غونډه كښې ?? برېښنا او ګاز په چارو غور وكړې شو۔ كابيانې ته وو??يلې شوو د 43 فیصده یو اېس جی سوب د ګاز غلا ده۔ د ګاز په غلا لوئې لوئې غله نيولې شوي ۔ د سوئي ګاز څانګې چارواكو وزيراعظم ته وو??يل راروانو درېو كلونو كښې به يو اېس جي تر 7.2 فيصده رارسوو او دې سره به د درې اربه روپو ګاز غلا كمه شي۔ بریفنګ كښې دا هم وو??يلې شول كرك كښې د 93 فيصده او بلوچستان كښې د 48 فيصده ګاز كاروېدو باوجود بلنګ نه كېږي۔ ده وو??يل د مسلم لیګ ن شېخ روحیل اصغر بل 10زره راتلو كوم چې د حقيقت په ضد ؤ ۔ اوس دغه بل 1 كروړ 10 زره شوې ۔ د پیپلز ګوند حنا رباني كھر د دوو كلونو څخه د ګاز غلا په معامله حكم امتناعي روانه ده۔ وزیراعظم عمران خان ?? برېښنا وزير عمر ایوب، د پټروليم وزير غلام سرور خان ته هدايت كړې چې هغوي ?? برېښنا او ګاز غله اونيسي۔ ده وو??يل دا مهال هم د 40 اربه روبو لائن لاسز روان دے۔ ده وو??يل ?? برېښنا په غلا يو شمېر مقدمې جوړې كړې شوي ۔ ?? برېښنا څانګې 500 ملازمان ?? برېښنا غلا كښې ككړ دي۔ ده وو??يل دغسې وفاقي كابينې د نیا پاکستان هاؤسنګ اتھارټی جوړولو منظوري وركړې ده۔ پاكستان هائوسنګ فاؤنډېشن به يو كال كښې 1 لك 35 زره اپارټمنټس جوړوي ۔ د دې منصوبې ترمخه به اسلام آباد كښې 25 زره اپارټمنټس او بلوچستان كښې د 110 زره اپارټمنټس سره سره ګوادر كښې مهيان نيوونكو له نوې كلي جوړوو۔ وفاقی وزیر چوهدری فواد حسېن وو??يل وفاقي كابينې د پاکستان او یو اے ای ترمينځھ د فنانشل انټېلی جنس اېګریمنټ منظوري وركړې ۔ د دې لوظنامې څخه وروستو به يو اے اي كښې د پاكستانو وګړو د جائيدادونو په اړه ډېر زر زېرې رامخې ته شي۔ ده وو??يل وفاقي كابينې د نړيوال معيار ميډيا پوهنتون جوړولو هم منظوري وركړه۔وفاقي وزير وو??يل د اېم ډي پي ټي وي چوكۍ له 42 خواستونه راغلي په كومو چې غور روان دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده وو??يل نېب د حمزہ شهباز او شهباز شریف شريف په اړه نوې انكشافات كوي۔ د آصف علي زرداري ٬ نواز شريف او شهباز شريف د كرپشن تږلاره يو ډول ده۔ ده وو??يل د حمزہ شهباز نيولو له كه نېب زمونږ حكومت سره رابطه كړې وه نو ډېرې نتيجې به ئې رامخې ته شوې وې۔ دا پرېكړه نېب له كول وي دي چې د حكومت مرسته ترلاسه كوي يا نه ۔ ده وو??يل د شهباز شريف نامه اي سي اېل څخه د ويستلو پرېكړه سپريم كورټ كښې چېلنج كولو له معامله د قانون او انصاف وزارت ته لېږلې شوې ۔ ده وو??يل د كرپشن ختمول يوازې د وزيراعظم عمران خان كار نه دے بلكې ټولو ادارو او سټېك هولډرز له به هم خپل كردار ترسره كول وي۔