اسلام آباد 05 اپریل (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی هېواد كښې د پرمختګ او سوكالۍ لپاره په لويه توګه د سرمایه کارۍ ??همیت رامخې ته كولو سره وئيلي دي نړۍ جدیده ټیکن??لو??ی کارولو سره د پرمختګ په زغل كښې وړنداې روانه ده، بايد زمونږ ځوانان جدیده ټیکن??لو??ی په ښھ ډول كارولو سره د سائنس او ټیکن??لو??ی په اړه د موجودو موقعو څخه په بشپړه توګه استفادہ وكړي او د هېواد پھ پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د ایچ ای سی د سيورې لاندې د فنی تربیې مقابلو اختتامی دستورې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ اولس مشر د دستورې او په سيالو كولو ایچ ای سی او د ټیلی کام نامتو کمپنۍ “هواوے” له مبارکي وركولو سره ووئيل هواوے سائنس او ټیکن??لو??ی په اړه خذمات ترسره كوي۔ د تعلیم او صنعت په څانګو كښې مرسته د ستائنې وړ ده۔۔اولس مشر د ټیکن??لو??ی په لړ كښې شوې پیشرفت رامخې ته كولو سره ووئيل په نړۍ كښې د ټيكن??لو??ي په څانګه كښې انقلاب راغلې۔ ده په بيلو څانګو كښې د ټیکن??لو??ۍ كارولو اهميت په حقله ووئيل پاکستان كښې په بيلو څانګو كښې د جدیدې ټیکن??لو??ۍ استعمال خوشبينه دے۔ تيرو ټولټاكنو كښې جدید ټیکن??لو??ی کارولې شوي۔ الیکشن کمېشن د آئی ټی كارولو سره د ټاكنو عمل آسان كړې او د ټاكنو په مهال د جدید ټیکن??لو??ی د لارې رابطې آسانې شوي۔ اولس مشر ووئيل د انټرنیټ د لارې نړۍ يو بل ته رانزدې شوې۔ د سماجی رابطو ویب پاڼو رابطې زياتې او آسانی كړې۔ ده د چین مثال وړاندې كولو سره ووئيل چين د ټیکن??لو??ی په څانګه كښې تندۍ سره پرمختګ كړې او په معاشی توګه لوئ قوت جوړ شوې۔ اولس شمر په دې خبره زور راوړې چې پاکستان كښې ميرمنو ته يو ډول موقعې ترلاسه كېږي دغسې د آئی ټی كارولو سره نن ځوانان په كور كښې ناستې ګټي كوي۔ده ووئيل نړۍ جديده ټیکن??لو??ی کارولو سره د پرمختګ په زغل كښې وړاندې روانه ده ۔دستورې ته خپل خطاب کښې د تعلیم وفاقی وزیر ش??قت محمود ووئيل د اعلیٰ تعلیم وده كښې ایچ ای سی مهم کردار ترسره كوي۔ده ووئيل د تعلیم په څانګه كښې د ټیکن??لو??ی استعال سره د مسئلو سمدستي حل ممکن دے۔ ده ووئيل د تعلیم د لارې به د پرمختګ او سوكالۍ ترلاسه كول آسان شوي۔ ده ووئيل چین په بيلو څانګو كښې د پاکستان سره مرسته كوي۔ د چین بيلې كمپنۍ پاکستان كښې پھ لويه توګه سرمایه کاری کوي۔ ده ووئيل په سيالو كښې کامیابی ترلاسه كونكې د مبارکۍ مستحق دي۔ده ووئيل د تعلیم سره سره غیر نصابی هلې ځلې هم ډېرې مهمې وي