اسلام آباد 02اپ??ېل (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي چې وزيراعظم عمران خان د جهانګير ترين او شاه محمود قرېشي ترمينځه په يو بل پسې په بيان وركولو او په بحث كولو د ناخوښۍ څر??ندونه كړی٬په ګوند كښې چې څه هم كېږي حتمي پريكړه عمران خان كوي۔د نهې پھ ورځ د بريفنګ په مهال د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د وفاقي كابينې په غونډه كښې د جهانګير ترين او شاه محمود قرېشي ترمينځه په شخړه كومه خبره نه ده شوې خو په دې معامله وزيراعظم عمران خان د ناخوښۍ څر??ندونه كړی۔ده ووئيل دواړه لارښود زمونږ لپاره معزز دي۔د هغوي په خپلو كښې خبرو اترو سره به په ګوند كوم اثر نه پريوځي۔ده ووئيل په ټولو ګوندونو كښې دا ډول معاملات روان وي۔په پي ټي آئي كښې يا د اتحادي ګوندونو په اړه كومه هم ??بره وي د هغې حتمي پريكړې كولو اختيار وزيراعظم عمران خان ته ترلاسه دې