اسلام آباد 26 مارچ (??ے پی پی) وفاقی كابینې د 2 اربه روپو رمضان پیكیج، د لاهور ډيلې بس سروس تر 2024ء پراخه كولو ، ایوی ایشن پالیسی 2019ء، د 10 كسيزه پاكستان ګروبندك كمېټۍ بيا جوړولو، اسلام آباد كښې په لوړو دنګو ودانو بنديز ختمولو، د سېلګرۍ ودې له د غیرملكیانو د هېواد بيلو ??رخ?? ته د تللو لپاره د این او سی شرط ختمولو، پی ټی ای ټی بورډ كښې د دوو غړو تقرری او واجد علی د اسلام آباد احتساب عدالت جج غوره كولو منظوری وركړې ده ، وفاقی كابینې د سپریم كورټ او لاهور هائی كورټ پھ مهمو پريكړو هم غور كړې ، د شهباز شریف نامه د ای سی ایل څخه د وېستلو د عدالت عالیه پريكړه سپریم كورټ كښې كښې د چیلنج كولو پريكړه شوې ، د نواز شریف د درملنې په اړه د سپریم كورټ پريكړه د حكومت د وړانديز ترمخه ده، نواز شریف به بهر هېواد ته نه شي تللې۔ د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقی ??زی?? چوهدری فواد حسېن د ??زی??اعظم په مشرۍ كښې د وفاقی كابینې غونډې نه پس د ??زی??اعظم آفس په آډیټوریم كښې میډیا ته ??ری??نګ وركولو سره ووئيل د لاهور ۔ ډيلې بس سروس د دواړه هېوادونو د جلا شوو كورنيو تګ راتګ او غریبانانو له د يو معیاری مزل ذریعه ده ، په 17 فروری 1999ء كښې لاهور ۔ ډيلې بس سروس پيل شوې ؤ او هر 5 كاله پس د دې لوظنامې تجدید كېږي ٬ ده ووئېل په 17 فروری 2019ء دا لوظنامه ختمه شوې وه۔ و