اسلام آباد 27 فروری (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصروئېلي دي د كورنيو او بهرنيو خ??رو مقابلې كولو لپاره قامي يوالې ته اړتيا ده٬د پاكستان قام بهادر قام دے ٬د هر ډول سخت?? حالاتو په مقابله كولو پوهېږي ۔ده دا خبره د شورو په ورځ د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دوهم سپيكر محمود جان سره د ملاقات پھ مهال خپلو خ??رو كښې وكړه۔په ملاقات كښې د هېواد په سياسي او اقتصادي وضعه٬د قامي اسمبلۍ او صوبائي اسمبلو ترمينځه رابطو ته د ودې وركولو او د شريكې خوښې په نورو چارو خ??رې وشوی۔د قامي اسمبلۍ سپيكر ووئيل دا وخت هېواد د يو سخت دو?? څخه تېرېږي٬هېواد چې د كومو خ??رو سره مخ دے د هغې مقابلې له قامي يو والي ته اړتيا ده۔ده د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دوهم سپيكر له د قانون سازۍ او تحقيق په څانګو او د صوبائي اسمبلۍ عملې د كار استعداد زياتولو له د قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ د اړخه د بشپړه مرستې باور وركړو۔د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ دوهم سپيكر د صوبائي اسمبلۍ عملې د كار استعداد زياتولو له د قامي اسمبلۍ سپيكر د اړخه د مرستې پھ وړاندېز د هغه مننه كولو سره پ?? ايوان كښې د هغه بې پرې كردار وستائېلو