اسلام آباد 19 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان هند ته د پلوامه بريد پلټنو له د مرستې وړاندېز كولو سره خبردارې وركړې ٬ هند كه د بريد سوچ وكړو نو پاسكتان به بشپړ ځواب وركوي ٬ كه جنګ پېل شو نو خبره به چرته لاړه شي په دې لوي څښتن خبر دے٬ هند كه د پاكستان د ككړېدو څه شواهد لري نو مونږ له دې راكړي٬ مونږ به كاروائي كوٶ٬ نوې پاكستان نوې سوچ لري٬ دا خبره زمونږ پخپل مفاد كښې ده چې نه دې ??وك زمونږ د خاورې څه بهر ترهګري وكړي او نه دې ??وك د بهر نه زمونږ په هېواد كښې د ترهګري هڅې وكړي ٬ د افغانستان غوندې د كشمير كشاله ??م د خبرو اترو د لارې هوارېدې شي، هندې دې فكر وكړي چې په كشميريانو ځوانانو كښې د مرګ ېره ولې ختمه شوې۔ د پلوامه پېښې پحقله د نهې په ورځ قام ته خپل نشرياتي خطاب كښې وزیراعظم عمران خان وو??يل د مقبوضه كشمير په پلوامه سيمه كښې څو ورځې وړاندې يوه پېښه رامخې ته شوې ٬ چې تور ئې په پاكستان لګولې شوې ۔ ده وو??يل ما هم په ھغه وخت په دې خپل غبرګون څرګند كول غوښتل ځكه چې په پاكستان تور لګولې شوې ٶ خو د سعودي ولي عهد د پاكستان دورې له امله ??ا دا پرېكړه وكړه چې اوس دې ??واب ورنه كړې شي دغسې چې د سعودي ولي عهد دورې څخه پام بلخوا اونه ګرځي ۔ ده وو??يل اوس چې كله ??لي عهد بېرته لاړ نو زه هند ته ځواب وركول غواړم ۔ وزیراعظم ووئيل په پاكستان د شواهدو نه غېر تور لګولې شوې ۔ ده وو??يل پاكستان په دا ډول پېښو كښې د ككړېدو كومه ګټه نه لري٬ د سعودي ولي عهد دورې په مهال به څوك احمق وي چې د دورې له ??ينځه وړلو لپاره به دا ډول پېښه كوي۔ ده وو??يل پاكستان په يو داسې پړاٶ كښې دے چې استحكام پلو روان دے٬ مونږ 15 كاله د ترهګرۍ په ضد جنګ كړې چې پكښې 70 زره پاكستانيان شهيدان شوي دي ، ده ووئېل اوس امن او استحكام راروان دے او په دې كښې به د دا ډول پېښو څخه مونږ ته څه ګټه ورسي۔ وزيراعظم وو??يل زه هندي واكمنو څخه پوښتنه كول غواړم چې آيا تاسو به په ماضي كښې ژوند كول غواړې او كه هر ځل هر ډول پېښه په كشمير كښې رامخې ته شي نو تاسو به پاكستان ذمه وار ګرځوې ٬ په ځائ د دې ??ې د كشمير كشالې هواري پلو لاړ شوو۔ ده وو??يل زه په ډاګه وائيم چې دا نوې پاكستان دے ٬ نوې سوچ لرل زمونږ په ګټه دے چې نه دې ??وك زمونږ د خاورې څخه بهر ترهګري وكړي او نه دې ??وك له بهر نه دلته د ترهګرۍ هڅې وكړي ۔ وزيراعظم عمران خان وو??يل زه نن هند ته وړاندېز كول غواړم چې ھغوي د پلوامه بريد كوم ډول هم پلټنې كول غواړي نو مونږ څخه دې وكړي او كه د يو پاكستاني د ككړېدو كوم ثبوت لري نو مونږ له دې راكړي٬ ده ووئېل زه ضمانت وركوم چې مونږ به كاروائي كوٶ ځكه چې كه څوك د پاكستان خاوره كاروي نو دا زمونږ د مفادو په ضد او پاكستان سره دښمني ده۔ ده وو??يل مونږ چې كله ??ند سره د مذاكراتو خبره كوٶ نو ھغوي په ترهګرۍ د خبرې كولو شرط اېږدي٬ ترهګري د ټولې منطقې مسئله ده او مونږ غواړو چې ترهګري ختمه شي ځكه چې ترهګرۍ څخه د ټولو نه زيات پاكستان ځپلې شوې ٬ ده ووئېل زمونږ 70 زره پاكستانيان شهيدان شوي او معيشت ته هم د سل رابه ډالرو نه زيات زيان رسېدلې ۔ وزيراعطم وو??يل زه په دې موقع دوه څيزونه په ګوته كول غواړم ٬ هند بايد يو نوې سوچ خپل كړي او دوي له روښانه فكر وكړې شي چې څه وجه ده چه په كشميريانو ځوانانو كښې د مرګ يره ختمه شوې ده٬ ده ووئېل څه خو به وجه وي۔ ده وو??يل آيا هند دا ګڼي چې د پوځ د لارې به دا مسئله ??واره شي٬ تر ننه پورې د پوځ د لارې يوه مسئله چرته په كاميابۍ حل شوې ده كه نه وي نو وړاندې به څنګه كاميابه شي٬ ده ووئېل كه چرته نن د افغانستان دننه 17 كاله ??س نړۍ تسليم كړې چې دا مسئله ??وځي حل نه لري او دا به د خبرو اترو د لارې هواره شي نو په هند كښې دې هم بايد دا بحث وكړې شي۔ ده وو??يل مونږ د هند نه راپورته كېدونكي غږونه اوروو٬ د ميډيا او سياستمدارو غږونه راخېژي چې پاکستان ته سبق ښودل پكار دې او بدل اخستل پكار دي ۔ وزیراعظم عمران خان وو??يل وړومبنۍ خبره خو دا ده چې د نړۍ كوم قانون هم يو كس يا هېواد له د جج٬ جيوري يا اېكسېكيوشن جوړېدو اجازه وركوي٬ دا د انصاف په كوخم نظام كښې شته ؟ ٬ بله خبره دا ده چې هند كښې دا د ټاكنو كال دے او پاكستان ته سبق د ښودلو چغې د ټاكنو ګټلو لپاره وهلې كېږي۔ وزیراعظم واضح كړه هند كه د بريد سوچ وكړو نو پاكستان به بشپړ ځواب وركوي او مونږ سره به د ځواب وركولو نه علاوه بله ??اره نه وي۔ ده وو??يل مونږ ټول خبر يو چې جنګ پېل كول آسان دي ٬ جنګ پېل كول د انسان په لاس كښې وي خو جنګ ختمول د انسان په لاس كښې نه دي٬ ده ووئېل د جنګ وخت تر كومې دوام لري په دې لوي څښتن خبر دے ٬ دې لپاره زه هيله ??رم چې مونږ به د عقل او حكمت لاره خپله ??ړو او د كشمير كشاله به هم آخر د افغانستان غوندې هم په خبرو هواره شي