اسلام آباد ۔ 16 دسمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني د اے پي اېس پېښور شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي تعلیم هغه ??سله ده د كومې د لارې چې مونږ انتها خوښۍ او ترهګرۍ ته ماتې وركولې شوو۔ د اتوار په و??ځ جاري كړی شوي پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د دسمبر 16مه نېټه مونږ ته هغه توره ورځ يادوي كله چې ترهګرو د آرمي پبلك سكول پېښور ??ې ګناه كوچنيان په نښه كړل۔ ده ووئيل دغه ??ېښه كښې جدا شوي به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ ده ووئيل ټول قام د ددغه شهيدانو مور پلار سره ددوئي په غم دړد كښې يو برابر شريك دے۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل پاك پوځ او د قانون نافذ كوؤنكو ټولو ادارو هغه اتلانو ته سلام وړاندې كوم كومو چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د خپلو ځانونو قرباني وركړې