اسلام آباد ۔ 11 اکتوبر (اے پی پی) د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي عمران خان به اولس سره كړي لوظونه تر سره كوي ٬ د مني لانډرنګ له مينځه وړولو لپاره چې حكومت كوم ګامونه پورته كوي په تېرو وختونو كښې مثال نه لري۔ د تجاوزات په ضد بې امتيازه عمليات روان دي۔ اولس ته د ځواب و??كولو پابند يوو۔ د كلين اېنډ ګرين پاكستان من??وبې كاميابولو له په ضلع او د تحصيل په كچه سالټ وېسټ مېنجمنټ جوړوو۔ مايوسي خپرونكي به ناكامۍ سره مخ شي۔ د زيارت په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې دې ووئيل صفا او شين پاكستان د عمران خان ويژن دے۔ دا هغه من??وبه ده په كومه چې تېرو حكومتونو خبره كول هم نه خوښول۔ دې ووئيل وزيراعظم عمران خان دې من??وبې ته پام لرنه كوي۔ دې ووئيل سالډ وېسټ مېنجمنټ به د ضلعې او تحصيل كچې ته رسوو او په دوهم فېز كښې چې سالډ وېسټ مېنجمنټ كومه خزله ضائع كوي هغې څخه به انرجي پېدا كوؤ۔ دې ووئيل زمونږ حكومت د اوبو خيرنېدو او ضائع كېدو څخه ساتلو له هم د خبرتيا خاص پروګرام پېل كوي د كوم لپاره چې د يوت اېمبېسډر او علماﺀ كرامو مرستې ته اړتيا ده۔ زر تاج ګل ووئيل كلين اېنډ ګرين پاكستان لپاره ب?? ټاسك فورس او كمېټۍ هم جوړولې شي۔ د تېر حكومت د كرپشن په اړه دې ووئيل آئي اېم اېف څخه راتلونكې پېسه كرپشن كولو او دبۍ ته من??قل كولې شوه له دې كبله په دبۍ كښې د زمكو اخستل خرڅول زيات شوي