اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف ??يئ??مېن عمران خان ارشد داد د تحريك انصاف عمومي سېكتر غوره كړې۔ ارشد داد د دې څخه وړاندې اېډېشنل سېكتر جنرل وظيفه ترسره كوله۔ د پي ټي آئي مركزي مېډيا ډيپارټمنټ له مخې ارشد داد د مئي په 26مه نېټھ كال 2018 د تحريك انصاف اېډېشنل سېكتر جن??ل تعينات كړې ش??ې وو۔ د دې څخه وړاندې هغه د مركزي انضباطي كمېټۍ كنوينئر پاتې ش??ې۔په كال 1996 كښې د تحريك انصاف جوړېدو نه څو اونۍ وروستو ده په تحريك انصاف كښې ش??وليت اختيار كړې و۔په كال 1997 كښې يې د ګجرات څخه په ټاكنو كښې برخه واخسته۔د ده پلار برېګېډئير صاحبزاده د ذوالفقار علي بهټو په دور كښې صوبائي وزير پاتې ش??ې و??۔ا??شد داد د پېشې اعتبار سره اليكټريكل انجينئر دې۔ ده په كال 1971 كښې د يو اي ټي لاهور څخه ګريجوېشن كړې۔ دې د انجينئر په توګه تر 9 كالو قامي ټېلي ويژن سره نزدې پاتې ش??ې۔د ده د پلار په نوم يو ټرسټ هم جوړ شوې دې۔ د دې ټرسټ د سيوري لاندې د يتيمانانو د خيال ساتلو نه علاوه پرائمري او سېكنډري زده كړې هم وركولې كېږي