اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی) د چين خارجه وزير وان?? ژي اولس مشر ډاكټر عارف علوي سره د اتوار په ورځ ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ د صدارتی سېکرټرېټ پبلک پرېس ونګ لخوا جاري شوي پرېس ريليز ترمخه ملاقات كښې د چين خارجه وزير د اعلی كچې پلاوي مشري كوله۔ خارجه وزير د اولس مشر په ??ېث په منصب سنبالولو ډاكتر عارف علوي ته مباركي وركړه او دې ئې نوي حكومت لپاره د چينائي مشرتابه نېكو هيلو نه خبر كړو۔ ده ووئيل ماته دا درناوې ترلاسه دې چې د اولس مشر د سوګند پورته كولو نه وروستو زه اولنې تن يم چا چې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ اولس مشر د نېكو هيلو په څرګندونه د چينائي مشرتابه مننه كولو سره دوه اړخيزه اړيكو لا زياتولو له ?? خپل عزم پخلې وكړو۔ ده دواړو هېو??دو??و له ?? سي پېك اهميت اعتراف كولو سره په دې عملدرآمد له يو وارې بيا د خپل لوظ پخلې وكړو۔ ده د چين اولس مشر ته د پاكستان دورې بلنه وركړه۔ دې څخه وړاندې د چين خارجه وزير د سوګند پورته كولو دستوره كښې ګډون وكړو