اسلام آباد 15 جولائي (اے پي پي) پخواني اولس مشر او د پاكستان پيپلز ګوند صدر آصف علي زرداري په سياسي ك??ركنانو د ترهګرې اېكټ له مخې د مقدمو داخل كولو سخته غندنه كړې او وئيلي ئې دي ??ې د هېواد آئين د جهموري آزادې ضمانت وركوي٬ د رائې د اظهار په آزادې قدغن د قبلولو وړ نه دے۔ د پيپلز ګوند د مېډيا سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان له مخې آصف علي زرداري ووئيل چې سياسي ك??ركنان د جهموريت طاقت وي۔ ده ووئيل ??ې د پاكستان پيپلز ګوند په دور كښې كوم سياسي قېدي نه و۔ ده ووئيل ??ې د كنځلو سياست د جمهوريت دښمن دے د چا په خوله چې كنځلې وي٬ هغه به اولس ته څه ور??ړي?? آصف علي زرداري په دادو كښې د پيپلز ګوند د كانديد په لاريون د ډزو غندنه وكړه او د سندھ حكومت ته ئې وئيل چې تورن ګرفتار ??ړي?? ده د ګوند كاركنانو ته ووئيل ??ې د زغم نه كار واخلي او په سوله ايز ډول دې انتخابي كمپائن ته دوام ور??ړي??