اسلام آباد 01 جولائي (اے پي پي) د ټاكنو كميسون څلورو واړو اعلٰي وزيرانو ته هدايت كړے چې هغوي دې په سوله ايزې٬ سپېځلې او بې طرفه ټاكنې كولو لپاره په ټاكنو كښې برخه اخستونكو ??ول?? كاندي??ان?? ته سازګار ماحول وركول باوري كړي۔ د اتوار په ورځ د ټاكنو كميسون سېكتر بابر يعقوب فتح محمد لخوا د پنجاب نګران وزيراعلٰي ډاكټر حسن عسكري ته په ليكل شوي خط كښې وئيلي شوي دي چې د جون په 25مه نېټه كال 2018م د نګران وزيراعظم په مشرې كښې غونډه شوې چې پكښې ??ول?? اعلٰي وزيرانو٬ چيف سېكترانو٬ آئي جيز٬ نګران وفاقي وزيرانو او داخله سېكتر ګډون كړے و۔ په دې غونډه كښې د سياسي ګوندونو مشرانو او كاندي??ان?? ته د امنيت د ورپېښو خطرو جاج اخستل شوے و خو د مېډيا راپورونو له مخې د كاندي??ان?? زورول كېدو خبرونه مخې ته راغلي دي۔ په ملتان او نارروال كښې داسې پښې رامېنځ ته شوې دي چې مخ نيوي لپاره ئې د فوري اقداماتو كولو ضرورت دے۔ په خط كښې وئيلي شوي دي چې د آرټيكل 218 دستور پاكستان له مخې د ټاكنو د كميسون دا ذمه واري ده چې هغه ټاكنې كولو او انتظاماتو لپاره په ايماندارې او سپېځلتيا سره اقدامات وكړي۔ دا آئيني مېنډېټ يوازې په داسې صورتحال كښې ترلاسه كېدے شي كله چې د امن او امان صورتحال سازګار وي۔ ده هدايت وكړو چې د آئين د آرټيكل 220 له مخې دې پوليس او انتظاميه سپېځلو او آزادو ??ول??اكنو كولو لپاره كوم كسر پرې نه ږدي۔