اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د عوامي مسلم لیګ مشر شېخ رشید احمد وئيلي دي چې كه د عدالت پر??كړه زما په ضد هم راغلې وې نو ما ته به قبوله وه ٬ زه خو نواز شريف نه يم ??ې د پر??كړې په ضد به چغې وهم چې زه نه منم۔ د شورو په ورځ د سترې محكمې نه بهر ميډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل مسلم ليګ (ن) چا چې د عدالتي پر??كړې نه سياست جوړ كړې ٶ ھغه د ھغوي سياسي مرګ جوړ شوې څوك چې زما سياسي مرګ وينې زه د ھغوي سياسي ژوند لي??ل غواړم۔ ده د جون په 22مه نيټه په لي??قت باغ كښې په حلقه اېن اے 60 د جلسه كولو اعلان هم وكړو۔ د يادونې وړ ده چې د شېخ رشيد د نااهلۍ لپاره درخواست د مسلم ليګ نون شكيل اعوان دائر كړې او دا تور ئې پر?? لګولې ٶ چې شېخ رشيد د كال 2013 په ټا??نو كښې خپلې اثاثې پټې كړې وې ۔ د درخواست سماعت د جسټس شېخ عظمت سعید په مشرۍ كښې درې كسيزه بنچ وكړو او د مارچ په شلمه نيټه ئې د دواړو ډلو دلائل اورېدو نه پس پر??كړه محفوظ كړې وه كومه چې 85 ورځې پس واورولې شوه