كوئټه 12 جون (اے پي پي) د بلوچستان 11 كسيزه نګران كابينې س??ګند پورته كړو٬ د سوګند پورته كولو دستوره په ګورنر هاؤس كښې وشوه۔ د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزي د نګران كابينې د غړو څخه سوګند واخستو۔ په سوګند پورته كوونكو كښې عبدالسلام خان ،امام بخش بلوچ، منظور قزلباش،نصراللہ خلجی ،فېض کاکړ،حافظ خلیل احمد ،ملک خرم شهزاد ،محترمه فرزانه علي احمد،نوید کلمتي ،آغا عمر بنګلزئي او عنایت اللہ کاسي شامل دي۔ د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د بلوچستان نګران وزيراعلٰي مير علاؤالدين مري پش??ول اعلٰي چارواكو او د ژوند بېلا بېلو څانګو سره ??عل?? لرونكو خلقو ګډون وكړو۔